مخکې تر دې چې د نيچه د هنر، شعر او ادب په باب څه ووايو، اړينه ده چې لږ څه د هغه له فلسفي تفکراتو سره اشنا شو. د نيچه په فلسفي افکارو کې د يوناني اساطيري خدايگوټو کړنې او اغيزې ليدلي شو. په دې لړ کې هغه همدا کړنې د معاصر بشريت له اوسنیو کړنو سره ورته او پرتله کوي. يا په بل عبارت، د ياد فيلسوف فلسفي نظريات د يوناني فرهنگ او اساطيرو په مدار څرخي. هنر، شعر او ادب هم له هغو گوښی نه دی؛ بلکې په يوه بڼه يې اغېز ليدلي شو. په عمده توگه ياد اسطوره يي خدایگوټي له «ديونيسوس» او «اپولون» څخه عبارت دي.
اپولوني[1] او ديونيزي[2] اساطير تفکر
يادونه وشوه چې دوه يوناني اساطيري خدايگوټي او د هغو کړنې او نقش زيات د تامل وړ برېښي. خبره په ديونيسوس او اپولون کې ده. نيچه بشري طبعيت له دې دوه استقامتونو څخه بهر نه گوري. په لرغوني يوناني اساطيرو کې ديونيسوس چې روميانو باکوس باله، د شرابو خدای گڼل کېده. د شرابو خدای د سرمستي او بې خودۍ خدایگوټی و، چې د شور او ناڅاپي عشق او بې پراويۍ سمبول هم و.
يوه بله الهه د اپولون په نامه يادېده، چې د هنرونو، پوهې او خلقت خدایگوټی و. دا د برابرۍ، توازن، ښکلا ارامي، او امنيت خدايگوټی و.
نيچه د دې لپاره چې د ديونيسوس او اپولوني تيوري ورته والي په معاصر بشري جريان کې پرتله کړي، نو زرگونه کلونه شاته مراجعت کوي او خپله نيوکه له سقراط نه پيلوي چې د ځينو څېړونکو په نظر د دې نيوکې هيله نه کېده؛ بلکې يو ډول غير منطقي تمه هم وه خو سقراط څه ويل؟
سقراط له خپلو دوستانو څخه دا پوښتنه کوله، موږ چې په دې دونيا کې ژوند کوو او هغه مفاهيم چې موږ ته ارزښت لري څومره پرې پوهېږو؟ د بېلگي په توگه: زړورتيا څه شی دی؟ کوم شيان ښکلي دي او ولې؟ بالاخره حقيقت څه شی دی؟ څرنگه يې پېژندلی شو؟
د دې بحثونو په لړ کې دوه شيان بشريت ته سوغات شوي. يو هم ديالکتيک، په دې مانا چې په بحث او مباحثه کې د مخالف شخص نظر مطرح کېده او د دوه متضادو نظريو څخه يو سنتيز يا درېيم نظر ته رسيدل چې د پايلې مفهوم يې درلود او يو ډول پرمختللي او متکامل نظر زېږېده. دويمه خبره دا ده چې دا عقيده روښانه کېده چې دونيا په يو الهي نقشه هسته او جوړه شوې ده او ښايي د عقل په مرسته چې د خدای تخليق دی، پېژنو.
له سقراط وروسته زياترو پوهانو او متفکرانو هستي په «اپولوني» نظر ليدله. دا ځکه چې په ظاهر کې پر هغه نظم او قانون حاکم دی. که هر څوک دا قوانين وپېژني او هر کله چې د بشريت سر پر دغه قوانينو خلاص شي، نو د بيروني او دروني دونيا ترمنځ ورته ياد قوانين روښانه او هغه کشف کړي، نو وبه کولای شي قدم په قدم پر طبعيت بری ومومي.
د نيچه په نظر غربي فرهنگ د همدي ډول تصور په اساس چې «سقراطي فرهنگ» نومېږي، جوړ شوی دی. سقراطي فرهنگ نه يوازې پوهه او علم بلکې روښانتيا هم ايجاد کړې ده. نور مسايل او ارزښتونه لکه دموکراسي، عدالت او د برابرۍ ارزښتونو هم وده وکړه. د نيچه په نظر له همدې لارې د انسان پوهېدا او درک ټاکل کېږي؛ نو د پېژندنې او پوهاوي له مخې بايد د انسان برخليک درک او وټاکل شي. له هغه زيات هغه طبعيت چې په نهايت کې بېرحمانه دوه تنو ته يو ډول استعداد او برخليک نه ورکوي. بايد دې ته اړ شي، يو برابر انسانان خلق کړي.
نيچه په دې باور دی چې د پوهې او علم په مرسته په ټولنه کې ټولې ناخوالې، ناوړه کړنې لکه بې عدالتي، ناروغي، جنگونه او لوږې او هر څه چې ژوند غمجن او تراژيک کوي، د پوهي په وسيله پري غلبه کېدای شي. ايا دا د اپولوني دونيا په خوا کې ناپېژانده دونيا چې ړنده او له قهره ډکه او بې رحمه ده وجود نه لري؟ چې لري او موجوده ده.
اپولوني دونيا د انسان يا بشريت لپاره يو سرپوښ دی چې د طبعيت د ړندو ځواکونو په وړاندې د بشر ساتنه کوي. اپولوني دونيا د يوې داسې نړۍ بېلگه ده چې د بشريت د خونديتابه لپاره د يو داسې مکان حيثيت لري چې دېوال تري چاپير وي او د پوهې او هنر په برکت د خوښۍ احساس کوي. ژوند پکې د ارام سيند په توگه جريان مومي.
خو بيا هم له دې ټولو سره څه په خوب او څه په بيدارۍ، په خبرتيا او ناخبرتيا او څه په زړښت کې ديونيسوس خصلت په بشريت کې سر راپورته کوي لکه يو مار چې نيش وهي. په سملاسي توگه خوښي، په غم او خپگان او خونديتوب په درد او پړسوب بدلوي. نيچه دا ډول دوه گوني پوهاوی د يونان له لرغونې ټولنې واخيست، دا ځکه چې په لرغوني يونان کې ژوند دوه گوني څېره درلوده چې یوې خوا ته اپولوني يعنې د خوښي، هنر، پوهې او درک او بل لور ته چې جنگ، قحطي او لوټ تالان ديونيسوسي وو.
نيچه همدا دوه ليدتوگې د بشريت له تاريخ سره ورته وبللې. هغه دې پایلې ته ورسېد چې اپولوني تصور تر زياته حده د هستۍ نيم واقعيت څرگندوي چې بله نيمايي پېژندل شوې ټولنې بل اړخ جوړوي چې هغه لا نه دی پېژندل شوی.
«موږ تر اوسه د پوهاوي په قلمرو کې مسافر نه وو، بلکې هلته مو هر څه ټاکلي وو، خو دا ځمکه يو ټاپو دی. ليرې ترې يو ستر سمندر او توفاني بحر دی. چې هلته کله هم د لړو ډک افق يا د کنگل غر يوه بله ټوټه تداعي کوي او د سمندري لامبوزنو په زړه کې خيالي اميدونه ژوندي کوي.»
د نيچه په نظر، انسان د طبعيت په لمن کې زېږېدلی دی او له هغه سره په پيوند کې ژوند کوي. هر څومره چې هڅه کوي، ناپېژندل شوې ساحه نوره هم ورته لويېږي، هر څومره چې دوربينونه قوي په کار اچوي، د کهکشانو ابعاد نور هم لوی برېښي. هر څومره چې ذره ذره دونيا کشفوي، دا دطبعيت هغه اپولوني برخه ده. ديونيسوسي څېره بايد د اور غورځوونکو نه وړاندې له سيلابونو، بوړبوکيو، توفانونو په لړ کې وليدل شي چې د اُتم په دننه کې ديونيسوسي ځای لري چې د يو اتُمي بمب په توگه نړۍ لوگی کوي. نو له دې نظره د طبعيت په لمن کې ژوند لکه د بېړۍ چلوونکي ارام سيند ته پاتې کېږي چې هره شېبه نابودوونکي توفانونه او ناپېژندل شوی ښامار يا اژدها سره مخامخ کېدای شي.
اپولوني پېژندنه له يوې خوا او له بل لوري ديونيسوسي ناپېژندنې درې بعدونه لري:
- انسان د طبعيت په وړاندې يا د طبعيت په مقابل کې.
- انسان د انساني ټولني په وړاندي چې د مهر احساس کوي او له نورو سره پيوند او جاذبه پيدا کوي، هلته عادت اخلي.
- د انسان په دننه کې خوداگاه ضمير چې له ناخوداگاه ضمير نه جلا کوي.
د نيچه په نظر، دروني دونيا له تصاويرو او اوهامو ډکه ده. زموږ د احساساساتو دونيا موږ ته پردۍ ده، موږ نه پوهېږو چې څه پېښېږي؟
په دې اساس، د خلکو په وړاندي سرکش طبيعت او د ناخوداگاه درون درې د ديونيسوسي سيندونه دي چې موږ ورسره ژوند کوو، پېژنو يې خو له بل لوري اپولوني اهداف چې هنرونه، ښکلا، خلقت او علمي او صنعتي ځانگړنو استازيتوب کوي له ديونيسوسي هغه سره په شخړه دي.
اوس را ځو د ويل شويو فلسفي ليدونو په رڼا کې د نيچه د هنر او ادبياتو ليدتوگي ته. د نيچه اثار په تېره «زردشت داسې وويل» په بشپړه توگه د شعر ژبه لري. په دې مانا هغه شعر ته ارزښت ورکوي. يا شعر داسې يو موهبت بولي چې د هغه په وسيله خپل بشري پيغام په ښه توگه وړاندې کولی شي. د نيچه نور اثار هم له دا ډول ځانگړنو بې برخې نه دي. هلته که فلسفي ژورتيا هم شته؛ نو د شعر او خيال ژبه هم ورته کارول شوې ده.
د نيچه له نظره، د هنر او ادبياتو اړوند زموږ په پښتو ادبياتو کې لږ څه ويل شوي دي. دا نه ويل او نه بلدتيا يو لړ سياسي او فرهنگي عوامل لري. سياسي عامل خو دا گڼلی شي چې په نيچه باندې دا تور دی چې گويا هتلر د هغه د «زبر مرد» يا قهرمان د مفکوري له مخې يو ډول ستايل شوی او ايديال شخصيت و. هتلر له دويمې نړيوالي جگړې وروسته يا د هغه په جريان کې د ويني تويولو او د اروپا د ړنگولو د عامل په توگه پېژندل شوی او په ځانگړي توگه په کيڼ اړخو ادبياتو کې نيچه هم پر دې ياد عامل تورن دي. خو واقعيت داسې چې انگېرل کېږي، نه دي، بلکې نيچه ژورې څېړنې او مطالعې ته اړتيا لري. له بلې خوا د نيچه مهم اثار هم د افغانستان په ملي ژبو نه دي ژباړل شوي. البته په دې لړ کې د خدای بخښلي استاد پوهاند دوکتور مجروح شهيد کار د ستاينې وړ دی.
د ياد فيلسوف نظريات چې تر زياته حده په ارزښتونو راڅرخي، په هغو کې د اخلاقي مسايلو په باب هم خبرې کېږي؛ خو د هغه نظريات د هنر ادبياتو او شعر په باره کې ډېرې نوې او په زړه پورې دي او د نورو متفکرينو له نظرياتو يو څه په څنگ دي. په هر صورت په دواړو حالاتو کې نه شو کولای يا نه شي کېدای د نيچه په نظرياتو سترگې پټې کړو.
د نيچه له نظره «د ژوندانه حقيقت هنر او د هنر ذات ژوند دی». د دواړو مسايلو گډ اړخ خلقت يا هستونه ده. په دې مانا چې ژوند يعنې هستونه يا خلقت. په همدې اساس دغه خلقت يو اصيل حالت لري او د هغه ډېر اصيل حالت له هنري حالت څخه عبارت دی. د نيچه په نظر هنر او ژوند يو له بله سره تړلې او کوټلې اړيکې لري. هغه د«تراژيدي زيگون» اثر په سريزه کې ريچارد واگنر ته په خطاب کي خپله عقيده داسې بيانوي:
«هنر په رښتيا سره د انسان د ژوند ډېر اصيل او د مابعد الطبيعي فعاليت او دندې ډېره عالي وظيفوي ښکارنده ده. هنر له بل پلوه د ښايست پېژندنې د حس تجسم او تحقق هم دی. انسان په ښايست پېژندنه کې د هنر تجربه کوي او هغه له خپل ژوند سره گډوي. د نيچه په نظر د ښکلي او ناوړه يا بدرنگ سرچينه د ژوند پېژندنې ارزښت (حياتي ارزښت) او هم ښکلي او ناښکلی مفاهيم هغه څه دي چې د غريزې له مخې او د ښکلا پېژندنې په بنسټ يې موږ لېوال نه يو. همدا نه لېوالتيا د بشريت د سترې او اوږدې تجربي په لړ کې ثابته شوې چې زيانوونکي، خطرناکه او د بدگماني وړ ده. د ښايست غريزه په ناڅاپي ډول غږ کوي، چی د ناخوښې يا نه لېوالتيا او د بېزاري په مهال په کې يو ډول قضاوت موجود دی، تر دې حده د ښايست مسأله د ژوندانه د ارزښتونو د عامې مقولې په چوکاټ کې له هغه څه سره اړه لري، چې گټورتيا ولري. ښېگڼه او نېکي ولري او ژوند ورغوي. خو په يو داسې ډول وي چې يوازې له ليرې واټنه په ځينو شيانو او گټورو حالاتو پورې اړه او هڅونې ولري، خو يوازې په کمزوري او کم رنگه بڼه يې يادونه کوي؛ نو موږ ته د ښايست داسې احساس راکوي چې د قدرت له زياتېدونکي احساس سره نغښتې وي. په دې ترتيب ښکلي او ناښکلي زموږ د تلپاتي ارزښتونو له ډېرو اساسي ارزښتونو سره مانا پيدا کوي. دا به بې مانا وي که وغواړو له دې عنوان څخه څه شي د ښايسته او ناښايسته په نامه فرض کړو. ښکلا دومره زيات، نېک يا رښتيني وجود او واقعيت نه لري. په هر مورد کې هغه څه چې مطرح دي، د انساني نوع د بقا شرايط دي. په دې ترتيب ارزښتي احساس له ښکلي امر سره په رابطه او د گله يي انساني تجربو له مخې له داسې شيانو سرچينه اخلي چې ورسره توپير لري چې د استثنايي انسان يا «زبر انسان» احساس کوي او هغه تجربه کوي.» (۱: ۸۲)
د نيچه په نظر هنري کار د ښايست له لارې د خير ښېگڼې کار او چاره ده چې گټه لري، گټه يې هم حقيقت کې او د ژوند وسيله گڼلی شي. د نيچه په نظر، کله چې انسان د ښکلا احساس کوي، نو يو حياتي احساس دي. له بلې خوا ښکلی شی ژوند ته گټه رسوي، همدا د قدرت غريزه د هنر له لارې او د هنرمند شخص له لارې ځلېږي يعنې هنرمند شخص داسې يو پل او وسيله ده چې د ښايست غريزه پکې ځلېږي. نو که هنر د هستونې او يا خلقت په مفهوم وگڼو، بنسټ يې په ځواکمني او قدرت کې دی او يا يو ډول امکان او د خلاقيت استعداد دی. د نيچه په باور، هنرمند له هر څه او له هر شي شفافه او رڼه پديده ده او د همدې پديدې له مخې کولای شو، په انسان کې د قدرت اساسي غريزي او طبعيت او نور ډېر څه ووينو. همدا سبب دی چې هايدگر د نيچه د پورته نظر د ښې شننې په پار يادونه کوي، وايي:
«د هنر په باب د نيچه بحث په ښايست ولاړ دی؛ خو دې ته پام کوو چې هنر په ښکلاپېژندنه کې د احساس له لارې تجربه کېږي. د لذت او خوند احساس له ښکلا نه پيدا کېږي. نيچه د ښکلاپېژندنې له حالت نه خبرې کوي. د دې ښکلاپېژندنې جوهر فيزيولوژي ده. دا فيزيولوژيکي ښکلاپېژندنه له دې خبرې حکايت کړی، چې احساسي حالت په داسې ډول چې يو رواني حالت دی، د بدني يا جسمي شرايطو تابع هم دی. نو د انسان له فيزيولوژي سره پيوند لري. ښکلاپېژندنه يو بدني نظام او مادي هغه دی، چې د انسان له ژوندي طبعيت نه برسېره شوی دی. نيچه د فيزيولوژي گړنه په بدني حالت باندې د تاکيد لپاره کاروي؛ خو دا وضعيت په هر حال کې يو رواني حالت دی او په دې سبب د ارواپوهنې بحث هم گڼل کېږي.» (۱: ۸۲)
نيچه د شعر سرچينه په څه کې گوري؟
لکه چې وويل شول، هنرمند په پرله پسې توگه نېکي او ښايست ته عظمت وربخښي. د هنرمند اصلي کار همدا دی چې په ځانگړي توگه او له بېلابېلو لارو شيانو او موقعيتونو ته شکل ورکوي، لويوالي وربخښي او د انسان خصلت په هغه کې په بېلابېلو بڼو ويني. يعنې په خوب کې يې هم ويني، په لويي او سترتوب کې هم ځان ويني، ښاد او نېکمرغه هم ځان ويني، سپېڅلی هم ځان احساس کوي او هم هوښيار او د تعقل خاوند ځان بولي. نيچه وايي: «د هنرمندانو د خلقتونو او اثارو موضوع همدا موقعيتونه او غوره شوي شيان دي چې ارزښت يې د انسان د نېکمرغۍ لپاره پرېکنده او حقيقي فرض شول. هنرمند تل په دې هڅه دی چې دا ډول شيان او موقعيتونه کشف کړي او هغه په هنر کې منعکس کړي.» (۲: ۱۴۶)
همدارنگه په دې ډول نيچه د هنر د ښېگڼو او گټورتوب له دريځ نه د شعر سرچينو ته ورتېرېږي. ياد فيلسوف د شعر د سرچينې په باب له نورو زياتو فلاسفه وو څخه لږ څه جلا فکر کوي، خو په پوره ژوروالي او دقت سره هم خپله خبره کوې.
نيچه وايي چې د انساني خيال او تخيل پلويان يعنې د غريزوي اخلاقو د مکتب استازي داسې دلايل وړاندي کوي: «که دا ومنو چې انسان تل خپله گټه لکه يو بت درنده، ارزښتمنه او ښاغلې بولي، نو شعر، يعنې دا موزونه سندره چې له کلام نه زياته ورته په سيده توگه ابهام وربخښي، د ځمکې پر مخ د فايده پرستو د سترگو په ړندوالي سره وغوړېدل، خواره او تيت پرک شول او اوس هم دا جريان لري. پوښتنه دا ده چې دې کار له کومه ځايه سر راپورته کړ؟ اې د گټې وټې پلويانو! تاسې له تعقل نه په ليري والي سره د شعر په عظمت او وحشت باندې د استدلال وس نه لرئ او دا په دقيق ډول له گټې وټې نه هماغه د خلاصون اراده ده، هغه اراده چې د انسان اراده يې له خپله ځانه ډېره تعالي ته رسولې او هنر او اخلاق ورته الهام شوي دي.» (۲: ۱۴۲)
د نيچه په نظر، هغوی چې د خپلې گټې وټې په باب فکر کوي، د هغو نظريه په حق کې نه ده. د نيچه په نظر د انسان د ژوند په اوايلو کې کله چې شعر هست او وزېږېد او په کلام کې د وزن ساه وچلېده، نو ستره گټه يې همدا وه، د گټې هدف يې هم دا و. د هغه په باور وزن او آهنگ داسې يو ځواک دی چې د يو متن يا يوې وينا د جملې ټولې برخې له سره منظموي او اورېدونکي دې ته رابولي چې کلمات غوره کړي. فکر ته له سره يا له پيله رنگ ورکړي، کلام ډېر عجيب په زړه پورې او پېچلی کوي، خو دا هم بايد له ياده ونه وځي چې دا هماغه خرافاتي فايده يا گټه اخيستنه ده. فايده پرستو غوښتل چې د انسان د بېوزلۍ او بې ځواکۍ ژور اغېز د خدايگوټو په ذهن کې پاتې شي. دا ځکه چې هغوی په دې پوهېدلي وو چې د شعر نظم له نثر نه زيات په حافظه کې پاتي کېږي. همدارنگه گټه پلټونکو فکر کاوه چې له يو موزون آهنگ يا سندرې سره خپل اواز تر ليري واټنه رسولی شي، دا هم زياتوي چې که عبادت هم موزون او اهنگين وي، نو د خدايگوټو غوږونو ته په دقت او په لا خوند سره وررسېږي.
د نيچه په نظر يادو کسانو له هر څه دمخه د دې تکل درلود چې د موسيقي په وسيله د انسان ذهن په لاس کې ونيسي او له هغه نه گټه واخلي. وزن داسې يو حاکميت يا واکمني ده چې په سندريزه او همغږې بڼه کې يو ياغي يا بې مهاره لېوالتيا رامنځته کړي. نو د همدې استدلال په پايله کې هغوی دې ته رسېږي چې يوازې جسم نه دی، بلکې روح او احتمالاً د خدايگوټو روح دی چې له وزن او آهنگ نه اغېزمن کېږي او ترې تبعيت کوي. د همدې د لايلو له مخې يې هڅه وکړه چې په خدايانو لاسبري وچلوي. د آهنگ او موزون کلام له لارې پر هغو ځان تحميل او ومني. په همدې ترتيب شعر داسې يو جادويي رسۍ وه چې د خدايگوټو غاړې ته واچول شوه.
پر دې برسېره يوه بله ډېره په زړه پورې او حيرانوونکي مفکوره هم شته چې ويل يې دلته اړين دي. البته په ډېر غور او دقت سره همدا مفکوره وه چې په فوق العاده ځواکمنۍ سره د شعر په منځته راتلو کې يې رول درلود.
نيچه روښانوي چې شعر د فيثاغورث له نظره لکه فلسفي ښوونې او د زده کړې يو ډول شيوه وه. خو د فلاسفه وو له پيدايښته ډېر پخوا د احساساتو د تخليې، د روح د تزکيې او پاکولو يا د ارسطو په اصطلاح کاتارسيس او له حيواني خویونو څخه د تلطيف لپاره موسيقي ته نسبت ورکاوه. د روح عادي ستونزه او د هغه همغږي له ځانه بې ځانه کېدل او ښايي د وزن او اهنگ نه په پيروي کې په نڅاه راځي. نو د روح درملنه او تزکيه په همدې برخه کې پټه ده.
نيچه د شعر د اغېزو اړوند چې په قهرجنو خدايگوټو باندې د غضب د سړښت په پار خبرې کوي، وايي:
« ترپاندر»[3] د لرغوني دوران شاعر د دې درملنې په کارولو سره يو پاڅون غلی کړ، همدارنگه «امپيدوکلس»[4] يو غضبناک شخص ارام کړ او د دې درملنې له لارې یې وکړای شول قهرجن خدايان چې د غچ اخيستنې په اور کې سوځېدل، درملنه يې وکړه. په دې درملنه کې لومړی هذيان او احساسات لوړ پړاو ته رسېږي، قهرجن سړی لېونی کوي او د انتقام تږی شخص د بدل اخيستو له اړتيا څخه را گرځوي.» (۲: ۱۴۴)
د زياتو شراب څښلو او همدارنگه د خوراکي موادو له ورکړې د نفساني غرايزو له ارضا څخه هدف دا و چې د خدايانو قهر د شراب څښلو له لارې کښېنوي چې د هغو تخليه او تزکيه وشي او انسانان په سوله او ارامي کې ازادي ولري.
د نيچه له نظره سندره، اهنگ او په ټوله کې موسيقي او هنر چې د شعر پر بستر حرکت کوي، له لغوی پلوه د ارامي بخښوونکي وسيلې او واسطې مانا لري. داسې څه نه دي چې گويا اواز په خپل نفس کې تسکينوونکی دي، بلکې د هغو وروستي اهداف ارامي بخښوونکي دي. دا هم د يادونې وړ ده چې يوازې مذهبي اوازونه نه وو چې آهنگ جادويي ځواک درلود، بلکې غيرمذهبي اوازونو هم په تېرو ليري دورو کې دا اغيز درلود. دا ډول اوازونه د پرياني جادوگريو سبب کېدل چې گويا په داسې چارو کې يې د خالت درلود او د دې اړتيا وه چې هغه تر خپل فرمان اوامر لاندې راولي او د یوې وسیلې په توگه يې د انسان د خدمت لپاره چمتو کړي. د نيچه په عقيده هر هغه کار چې انسان يې ترسره کوي، لکه سندرې او موزون اوازونه ځانگړې انگېزې لري او هر اقدام د ارواحو مرستې ته اړتيا لري. داسې برېښي چې جادويي اوازونه او دوعاگانې د شعر ډېرې بدوي او لومړنۍ بڼې وې چې د غيب ويونکو اټکلونه، وړاندوينې له دې امله هم د شعر په وسيله بيانېدل چې په هغو کې وزن وو او د وزن په وسيله يې پر ځان تحميلول.
وړاندوينې او د ناخبريو په باب خبرې او مالومات ورکول د نيچه له نظره يو يوناني عبارت او توجيه ده او په بدوي مفهوم سره مانا لري. څوک فکر کوي چې د اپولون د زړه په لاس ته راوړلو سره کولای شي راتلونکی ترلاسه کړي. دا ځکه چې د قديمي سنتي مسايلو په اساس له خدایگوټو زيات وړاندويونکي و، نو د دې لپاره چې د«کيت» او ايين مناسک اجرا شي؛ نو راتلونکي يا مستقبل د وزن او کلام په وسيله د دقيق رعايت په شرط ټاکي. په داسې حال کې دا ډول کيت او ايين په اپولون پورې اړوند يعنې د اوازونو خدای دی، چې کولای شي خدايي مشيت له برخليک سره پيوند کړي. ايا بدوي دونيا کې د خرافاتي انسان لپاره له وزن پرته بل کوم شی وجود لري؟ دا ځکه چې هر څه په اهنگ او وزن کېدوني وو.
د نيچه له نظره، شعر يعنې په جادويي توگه د کار فعاليت او د هر خدایگوټي بيازيږون ته اوښتل، نږدې کېدل، غوږ اېښودل او په خپله د راتلونکي برابرښت او د بې ځايه او له شخړو ډکو افکارو او ذهنيتونو ته د روح پاکول او همدارنگه له ډار، وسواس، ترحم او له انتقام اخيستلو نه د فاعل پاکول او له ناوړو چارو ډډه کول دي. ځکه نيچه وايي چې له شعر پرته انسان هېڅ شی نه؛ بلکې له شعر سره انسان تقريباً خدايگوټی و. هغه وايي وزن اغېز لري، خپل اهميت لري. په همدې اساس ډېرو سترو فلاسفه وو د ډېرو لنډو شعري ابياتو او جملو يادونه کړې او پر هغو يې اتکا کړې چې خپل افکار او نظريات خلکو ته وړاندې او د منلو وړ وگرځوي. ان تر دې چې د يوې مفکورې لپاره له دې بله خطرناکه پېښه نشته چې يو شاعر يې تاييد يا ترديد وکړي.
همدارنگه نيچه د تياتر اهميت ته هم اشاره کوي وايي: «هغه انسانان چې ژوند يې له ساده پېښو مالامال وي او هېڅکله د هغو په کار کې په زړه پورې عمل نه وي ترسره شوی، نو تياتر ته ځي او هلته په صحنه کې کښېني، چی د بلې دونيا موجودات د دې لپاره وويني چې ژوند يې له ساده پېښو زيات څه لري؟ نو اوس به تاسو وواياست. دا شيان چې پېښېږي، داسې يو مشغوليت دی او فرهنگ يې هم غوښتنه کوي او اړتيا ورته شته.» (۲: ۱۴۸)
د نيچه په نظر په هر انسان کې کمېدي او تراژيدي سره يوځای شوې ده، نو کله چې يو انسان داسې تراژيدي او کمېدي په خپل وجود کې ولري، نه غواړي تياتر ته لاړ شي، تياتر عبث او بې گټې بولي. ځان د سترو کرکترونو لکه «فاوست» چې گويته کښلی، نه غواړي وويني نو ځکه تياتر ورته اهميت نه لري.
خو هغه په دې نه پوهېږي چې دا کار ولې کېږي. دا ځکه چې ډېر له شوره ډک کارونه او احساسات پکې ځلېږي او هغه خلکو ته يې تمثيلوي چې د فکر او احساس نه بې برخې وي. يوازې مستې خوښوي نو د مستي د ايجاد لپاره دا کارونه کوي. د نيچه په نظر، تياتر او موسيقي د اروپايانو نشه يي توکي دي. خو افسوس کوي چې څوک به ما ته د دې نشه يي توکو کيسه بشپړه کړي؟ د ياد فيلسوف په نظر همدا د فرهنگ تاريخ دی چې برتري يې هم بولي.
بلخوا نیچه د هنرمند غرور او استکبار ته هم اشاره کوي. هنرمند چې کله لوی بوټي او نباتات گوري، کوچني او ټيټ بوټي يې په پام کې نه راځي او د هغو استعداد ته پام نه کوي وايي، دا نو څه دي؟
[1] اپولون د يونان له خدايگوټو نه د زيوس زوی چې دينا په ټاپو کي دونيا ته راغی او دپيتون دلف لوې مار يې وواژه او د هغه پر ځای يې غيبي ويناوې کولې. د لمر خدای د هنر او موسيقي او ښکلا مظهر و.
[2] ديونيسوس په لرغوني يونان کې د شرابو، کرنې، انگورو، قهر خدای بلل شوی دی.
[3] د لرغوني يونان لومړی تار غږوونکي چې له ميلاد نه تر مخه په اومه ميلادي پيړۍ کې يې ژوند کاوه.
[4] امپيدوکلس يوناني طبيب او شاعر چې په پنځمه ميلاد نه ترمخه پيړۍ کې يې ژوند کاوه او د فيثاغورثيانو د افکارو تر اغېز لاندې و او د سقراط د افکارو مخالف و. هغه ځان د اتنا په اور غورځوونکو کې واچاوه.