نیکي هیلی: په سپینه ماڼۍ او پنټاګون کې هېڅوک له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ناورین ډکو وتلو ته جواب نه وایې

۸صبح، کابل: له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن له وروستیو څرګندونو یوه ورځ وروسته، په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیرې له افغانستانه د پوځی ځواکونو پر ناورین ډکو وتلو او د بایډن د حکومت لخوا د جواب په نه ویلو، سختې نیوکې وکړې.
نیکي هیلی په دې وروستیو کې د پنجشنبې په ورځ (وري ۱۰) په یوه ټویټ کې ویلي چې په سپینه ماڼۍ او پنټاګون کې هیڅوک له افغانستان څخه د ناورین ډکو وتلو لپاره نه دي ګوښه شوي.
هغې زیاته کړه، هغه کسان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسؤول دي، ځواب یې نه دی ویلی.
هغې د بایډن حکومت ته په اشارې سره وویل: «دا حکومت د شرم سرچینه ده.»
د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس په غونډه کې وویل «له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو پښیمانه نه دی» خو دا هغه موضوع ده چې د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له خوا پرې نیوکې شوې دي.
تر دې مخکې د امریکا کانګرس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو احضار کړی و.
امریکايي ځواکونه، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، له افغانستانه بشپړ ووتل او طالبان یو ځل بیا پر دغه هېواد واکمن شول، اوس چې له هغه وخته ۱۸ میاشتې تېرې شوي، د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو بې شمېره بندیزونه لګېدلي دي.