بلینکن: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څېړنې راپور به کانګرس ته ورکړم

٨صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې کېدای شي یاد وزارت له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلو څېړنو پایلې د کانګرس په واک کې ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن چهارشنبې ورځ د مارچ په ٢٢مه نېټه، د دغه هېواد د سنا مجلس په یوې فرعي کمېټه کې ویلي دي چې هغوی له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو د راپور د چمتو کولو په حال کې دي او د هغه پایلې به تر یوې میاشتې کمه موده کې له کانګرس سره شریکې کړي.

نوموړي وویل:  «ډېر وخت یې ونیوه څو ټول دغه مالومات سره راټول کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې زده کړل شوي درسونه زمونږ له سترګو ليرې نه دي. زه ژمن او باورمند یم چې دغه اطلاعات د کانګرس په واک کې ورکړم او دا کار به ترسره کړو. مونږ به د اپرېل میاشتې تر نیمایي پورې دا کار وکړو.»

کانګرس کې جمهوري غوښتونکو له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنه پیل کړې ده او د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نه د اطلاعاتو ترلاسه کولو غوښتونکي دي.

د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړی دی روانه اوونۍ کې ګواښ کړی و چې که د بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي سندونه له دوی سره شریک نه کړي، د بهرنیو وزیر به مجلس ته احضار کړي.

Back to top button