۸صبح، نیمروز: نیمروز ولایت کې یو شمېر نجونو محصلانو د ښځو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو پروړاندې اعتراض کړی دی.
نیمروز ولایت کې یو شمېر محصلانو او زدهکوونکو نن یکشنبه د مرغومي پر درېیمه نېټه د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په تړاو اعتراض په لار اچولی دی.
اعتراضکوونکو «زدهکړې زموږ حق دی»، «یا ټول یا هېڅوک» او «نالوستې میندې، نالوستې ټولنه» شعارونه ورکول.
اعتراضکوونکو محصلانو د طالبانو له خوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.
ټول افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت په تړاو اعتراضونه د زیاتېدو په حال کې دي.