شمالي کوريا د خپل ختيځ سمندر پر لور يو لنډ واټن ويشتونکی بالسټيک توغندي توغولي دی.
د سويلي کوريا د پوځ لوی درستيز چهارشنبه د نومبر پر ۹ ويلي دي، چې دغه توغندی د سوکچون له لوېديځ ښاره چې د شمالي کوريا د پلازمېنې پيونګ يانګ ختيځ لور ته پروت دی، توغول شوی دی.
د سويلي کوريا او جاپان د پوځونو د ارزونو له مخې، دغه توغندی د ۳۰ تر ۵۰ کيلومترو په لوړوالي سره، له ۲۵۰ تر ۲۹۰ کيلومټرو لېرې لګيدلی دی.
د جاپان د دفاع وزير ياسوکازو هامادا ويلي، چې توغندی د دغه هېواد له انحصاري سيمې بهر اوبو کې راپرېوتې دی.
د جاپان دفاع وزير ويلي دي چې د شمالي کوريا د ازمایښتي فعاليتونو زياتېدو په سیمه کې ترينګلتياوې د پام وړ زياتوي.
هامادا زياته کړې ده، چې جاپان په بيجينګ کې د خپل سفارت له لارې شمالي کوریا ته خپل اعتراض رسولی دی.
دغه توغندی تر هغې وروسته توغول کيږي، چې تېره اونۍ هم شمالي کوريا د سويلي کوريا او امريکا د هوايي مانورو پر وړاندې قهرجن غبرګون کې لسګونه توغندي توغولي وو.