د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي چې بیجینګ په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني هېواد له «بشپړ» غړیتوب څخه ملاتړ کوي.
د شینهوا د راپور په حواله، نوموړي دا څرګندونې پنجشنبه د مارچ پر ۷مه یوې خبرې غونډې ته کړې دي.
وانګ يي زیاته کړې: «د غزې غمیزې نړیوالو ته وریاده کړه چې نور نه شي کولای له دې واقعیته سترګې پټې شي چې له ډېر مهال راهیسې فلسطینۍ ځمکې اشغال شوې دي.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «نور نه شو کولای د یو خپلواک هېواد لپاره د فلسطیني وګړو له اوږدې هیلې څنګ ته شو او کومه تاریخي بېعدالتي چې د فلسطین خلکو زغملې، نه شي کېدای نورو نسلونو ته له جوړونې او تصحیح پرته دوام ومومي.»
بیجینګ د غزې جګړې له پېل راهیسې په وار وار د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
چین تل د اسراییل او فلسطین ترمنځ د ترینګلتیا د پای رسېدو لپاره د دوو خپلواکو هېوادونو له جوړېدو ملاتړ کړی دی.
له دې وړاندې د چین ولسمشر شي جین پينګ په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د «نړیوال سولهییز کنفرانس» جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، پر غزې د اسراییل د یرغل له پېل راهیسې په دې تړانګه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ زره کسان وژل شوي دي.