زما تیوري په بدلېدونکي نړۍوال نـظم کې د افـغانسـتان جیوسـتراتـیژیک مـوقعیت ته په کتو سـره، افـغانسـتان به یو ځل بیا د نړۍ د سـترو قدرتونو تر منځ د جګړې او سیالۍ ډګر وي.
لاندې څلور دلایل کولای شي چې دغه پورته تیوري په اثبات ورسوي:
لومړی: د افغانستان جیوستراتیژیک موقعیت.
دویم: بدلېدونکی نړۍوال نظم.
درٻیم: د چین د کمربند او سړک ابتکار BRI) Belt and Road Inititive) ستراتیژیکه پروژه.
څلورم: د کنټرول شوي اغتشاش Controlled Chaos ستراتیژي.
زمـا دغه تیوري د نړۍوالـو اړیکو د نیو-ریالیزم د تیورۍ پـر بنسټ تـعریف شوې چې ادعـا لـري د چین پـرمختګ به سـولهییز نه وي؛ چین به په نړۍوال نـظم کې د امـریکا واکمني و ننګوي او په یوه سیمهییز بـرلاسـي واک به بـدل شي چې د دې په پایله کې به د چین او امریکا تر منځ نیابتي جګړې د سړې جګړې په ډول زیاتي شي.
مخکي له دې چې د مقالې اصلي موضوع ته داخل شم، لازمه بولم چې د دې مقالي علمي ترمینالوژي تشریح کړم چون ټولي علمي تیوریکي څیړني په یوې ځانکړي فرضیې پوري تکیه وي, لکه:
هسـته پٻژنـدنه ontology: په ټـولنیزو عـلومو کې، انتولـوژي د ټولنیز واقعیت وجودي طبعیت څیړي او دا پلټي چې څشی مو جود دي او دا چې ټولنیز بنسټونه څنګه له یو له بل سره اړیکه لري.
پوهننوهنه epistemology د علم تیوري : موږ څنګه د نړۍ په اړه دغي پوهي ته ورسېدو؟
میتودولـوژي Methodology:هـغه متیود یا طریقه د کمو لارو څخه په ګټې اخیستو چـې مـوږ دغه شـواهـد او مـعلومـات پیدا کوو.
د دې تـر څنګ د مـقالې میتود په پـورته تیورۍ کې بیان کړي چې په بـدلٻدونکي نړۍوال نـظم کي د افـغانسـتان جیو سـتراتـیژیک مـوقعیت ته په کتو افـغانسـتان به یو ځل بیا د نړۍ د سـترو قـدرتـونـو تـر منځ د جکړې او رقـابـت ډګر وي.
دا چې د دې مـقالي اصلي مـوضـوع د نړۍوالـو اړیکو اړوند ده نـو مـا هـم په خـپله څیړنه کي د positivism (هغه عـلمي روش چـې د ټولنیزو پـدېدو د مـطالعې او پیژندلـو لپاره پر مـشاهدې تجـربې، انـدازه گیرې او عـلمي میتودونـو ټینگار کوي) څخه کار اخیستی دئ، چي د نړیوالو اړیکو کي په تیوریکي څٻړنو کې تر ډیره بریده له همدې طریقي کار اخیستل کېږي.
یو بـله خـبره چي دلـته یې یادونه اړینه ده هغه دا ده چي ولي «تیوري»؟ ځکه چې مـوږ دلـته پـر راتـلونکي بحث کوو، دا سـي حالـت چې لا پٻښ شوی نه دی، نـو مـوږ د راتـلونکو پېښو د څیړلـو لـپاره بـاید پـر تیورۍ تکیه وکړو او د شـته شـواهدو، پـالیسیانـو او پـلانـونـوپه مـطالعه کولـو سـره د راتـلونکي سیاسـتونو وړانـدوینه وکړو او د تیرو ورتـه پېښو په مـطالعه کولـو سـره چې ورته پایلې یي لرلې، پایله تر لاسه کړو.
لومړی – د افغانستان جیو ستراتیژیک موقیعت
جیوسـتراتـیژیک مـوقیعت: هغه جـغرافـیایـي ځای ته ویل کېږي چې کولای شي په هغه سیمی کي سیاسـي، اقـتصادي او نـظامـي را کړه ورکړه اغېزمنه کړي.
د افـغانسـتان جیو سـتراتـیژیک مـوقیعت په نړۍوال جیو پـولیټیک سیسټم کې یو له هغه ځایونـو څخه دی چـي ډېر وخـت د سـترو قدرتونو ترمنځ د ټکر ټکی و يا تل د سترو قدرونو په دې کې ګټه وي چې دلته له یو بل سره سیالي وکړي.
افـغانسـتان ځکه په سـتراتـیژیک ډول مـهم دی چې د منځني آسیا او سویلي اسیا تـر منځ د پلهب حیثیت لـري. ور سـره سـم ختیځه آسیا د منځني ختیځ سـره نښلوي او اروپـا ته د ختیځې اسیا او سویلي اسیا دروازه هـم ده، یعنې په دې سیمه کي د یوې څلور لارې بڼه لـري او لـه هـمدې له امله پـر سـوداګرۍ، د انـرژۍ پـر تـرانـزیټ او نړۍوالـو او سیمهییزو سیاسـي راکړه ورکړه اغٻز لـري. د تـاریخ په اوږدو کې د افـغانسـتان جیوسـتراتـیژیک مـوقعیت د دې لامل شوی چې مـختلفي امـپراطـوریانـو او مـلتونـه – د لویې بریتانیا او شوري اتحاد په ګډون – غوښتي چې پر دې سیمي جیو پولیټیک نفوذ ولري.
دا چې افـغانسـتان د خپل موقیعت پــر بنسټ د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو کلتورونـو او سـوداګریزو را کړې ورکړې د هـماهنګۍ مـرکز و او امنیت یي د دې لامـل شوی و چې د وریښمو د لارې په ډول د نړۍ او سیمي د وصل اسـاسي ټکی و او ټولي سیمي تـه یې ښٻګڼه راوړې وه ، په دې ځای کي نـاامـني هـم کولای شي دغـه ټولـه سیمه بی ثـباتـه کړي او د دې سیمي د پرمختګ په مخنیوی کې ګټور تمامېږي.
څنګه؟ په لاندې څو دلایلو
د امـریکا پخوانی د ملي امنیت سلاکار او سیاست پـوه ژبیګنیو بـرژنسکي په خپلو دوو کتابـونـو Grand Chess Board او Strategic Vision کې وایي چې افـغانسـتان به بیا هـم په٢١مـه پیړۍ کي د سترو قـدرتـونـو د سـتراتـیژیکو سیالیو یو مـهم مـرکز وي. نـومـوړی افـغانستان د لـوی بـالکان بـرخـه ګڼي، او وایـي په نړۍ کې تـرټولـو ډیري هـایدرو کاربـونـي زیرمـې پـه منځني آسیا کې دي او دې هېوادونو ته د داخلٻدو دروازه افغانستان دی.
د امـریکا یو بـل سیاسـت پـوه او د بهـرنیو چـارو وزیر هـنري کیسنجر په خـپل کتاب نړۍوال نـظم کې وایي چـې په١٩مـه پیړۍ کي هـم افـغانسـتان د تـزاري روسیي او لـویي بریتانیا تـر منځ د تـصادم ټکی و، دواړو امـپراطـوریو په هـمدې سیمه کې د یو بـل پـرمختګ مخنیوی کاوه، تـزاري روسـیي غـوښتل چې له دې لاري ځان ګرمـو اوبـوتـه ورسوي څو له هـغه لارې پر جنوبی اسیا هـم راج وکړي او خـپل سـتراتیژیک سیال تـه صـدمـه ورسوي او بـریتانیا هـم غـوښتل چې په هـمدې مهم ټکي کې د تـزاري روسیي مخنیوي وکړي چې په پـایله کې د جرمني د قـوي کٻدو لـه امـله روسیه او بـریتانیا اړ شول چـي له یو بـل سـره تـفاهـم وکړي او افغانستان د یو بفر یا حائل سیمي به صفت و مني.
په ٢٠مه پٻړۍ کې هـم افـغانستان د امـریکا او شوروي تـر منځ د ټکر مـرکز و ، افغانستان د امـریکا د Containment په پالیسۍ کي مـهم ځای لاره. افـغانسـتان د هـغه زنځیر مـهمه کړۍ وه چـي امـریکا پـر شـوروي اتـحاد را تـاو کړې وه او کله چې شوروي اتحاد دغه برخه ماته کړه، افغانستان د امریکا او شوروي اتحاد د نیابتي جګړې په ډګر بدل شو.
له دې سره سره د ټیم مــارشــال Prisoners of Geography او د رابرټ کاپلانRevenge of Geography کتابونو کې راغـلي چې د افـغانستان جیوپـولیټیک او جیو سـتراتـژیک مـوقیعت د دې لامـل شوی چـي سـتر قـدرتـونـه له یو بـل سـره د سیالۍ لپاره دې سیمې ته راځي څو یا پر دې سیمه کنټرول ولري یا هم خپل رقیب ووهي.
دویم – بدلیدونکی نړۍوال نظم
کله چې په نړۍوال نـظم کې بدلون راځي ، دغـه حـالـت د جګړو پـر ډېرٻدو ژور اغیز لري. مختلف فکټورونـه دي چې پـر دغـه بـدلـونـو اغٻز اچـوي. پـر شخړو د دې فکټورنـو مـطالـعه کول اړین دي. امـریکایـي پـروفیسور جـان میر شـایمر وایـي چې د ٢٠١٧ کال را وروسته نړیوال نظم بدلون موندلې او نړۍ د یو قطبي نظم څخه څو قطبي نظم ته بدله شوې ده. د ریالیزم تیوري ادعـا لـري چې تـر ټولـو بـاثـباتـه نړۍوال نظم مـتعادل دوه قـطبي نظام دی چې په هـغه کي دوه سـتر قـدرونـونـه مـوجـود وي؛ لکه د سړې جګړې په وخـت کي شـوروي اتـحاد او امـریکا او دلیل دا وړانـدې کوي چې دغـه دواړه قـدرتـونـه له یو بل سـره د قـواوو تـوازن را منځته کوي او په پایله کې په اسـانۍ سـره د یو بـل حـرکتونـه ښه څارلای شي او د ناسمو مـحاسـبو مخنیوی کېږي.
دا خبره د روسیي ولسمشر ولادمیر پـوتین هـم مني، هـغه وایـي چې په نړۍوال نـظم کې تـر ټولـو مـهم دوه اصـله دي، یو ثـبات او بل وړاندوینه، هـغه وایي کله چـي وړانـدوینه نـه وي، سـتر قـدرتـونـه د یو بل حـرکتونـه نه شي درک کولای او د دې کار په پایله کې جګړه رامنځته کېږي.
ښاغـلي میرشـامیر دا هم وایـي چې د سړې جګړې ختمٻدو سـره به نړۍوال نـظم لـه دوه قـطبي څخه و یو قـطبي تـه بدلون وکړي او امـریکا متحـده ایالات د ټولـو سـترو قدرتونو په راس کې و او په نړۍ کي یواېي هـمدا یو بـرلاسـی یا سیمهییز هجـمون یا یکتاز قـدرت مـوجـود و؛ خـو د ٢٠١٧ کال را وروسـته نړۍوال نـظم په څو قـطبي غیر مـتعادل نـظام بـدل شوی او اوس مـهال په نړۍ کې څو قـدرتـونـه مـوجـود دي چې دغـه درې هېوادونه لکه امـریکا، چین او روسیه تـر ټولـو قـوي دي؛ په ځانکړي ډول امـریکا او چین، هـغه زیاتـوي چې دغـه حـالـت په نړۍوال نـظم کې تـر ټولـو خـطرنـاک حالت دی، ځکه هـر قـوت د ځان د بـقا په خـاطـر له یو بـل سـره سیالـي کوي او د یو بل حرکتونـه نه شي مـحاسـبه کولای، ځکه د دوه قـطبي نـظام په ډول د تـعامـل لـپاره تـوافـقات وجـود نـه لـري؛ لکه د سړې جګړې په وخـت کي چې د شـوروي او امـریکا تـر منځ وه ، د مـثال په ډول د سـتراتـژیکو وسـلو د محـدودیت تړونـونـه، او دغـه مبهم حـالـت د سـترو قـدرتـونـو تـرمنځ د امنیت مـعما Security Dilema را منځته کوي او جګړې ډٻروي.
دا چې د دویمې نړۍوالـې جګړې را وروسـته د ملګرو مـلتونـو د سـازمـان د جـوړٻدو سـره چـي په پـرنسیب کې په نړۍواله کچه د سـولې او ثـبات لـپاره کار کوي او تـر څنګ یي د اټومي وسـلو را پیدا کٻدو د سـترو قـدرتـونـو تـر منځ مخامخ جګړه ناممکنه کړې او د سړې جګړې د وخــت نــظامــي دوکتورین چي په یقین ســره د مــتاقــبل تخـریب(Mutual Assured Destruction MAD) په نامـه یادېږي، اوس هـم فـعال دی، نـو سـتر قـدرتـونـه له یو بل سـره مـخامـخ جګړه نـه کوي او تـر ډېره د نیابـتي جګړو لـه لارې خـپل سیالان وهـي او دغـه سـتراتـیژي تـه د دوښمن د ویني بهیدنې (blood letting) سـتراتـیژي ویل کېږي چې دوښمن پښه یو داسـې هېواد تـه را کش کړه چې هـغه په یوه اوږدمهاله جګړه کې ګیر شي او هـلته درنـه مـرګ ژوبـله واوړي او د هـغه لـه وجـي هـلته مـاتـه وخـوري؛ لکه د سړې جګړې په وخـت کي شـوروي اتـحاد ویټنام کې هـمدا سـتراتـیژي د امریکا پر خلاف و کاروله او امریکا د شوروي خلاف په افغانستان کي وکاروله، نـو کله چې مـوږ د چین پـر ضـد امـریکا بهـرنۍ سـتراتیژي تـه ګورو افـغانسـتان یو لـه هـغه سمیو څخه دی چـي ممکن امـریکا یې د چین پـرضـد د نیابـتي جګړې لـپاره وکاروي او د افـغانستان اوسني حـالـت په کتو داسـې بـرٻښي چـي افـغانسـتان د کنټرول اغـتشاش په مرکز بدلیدونکي دی.
درٻیم – د چین د کمربند او سړک ابتکار Belt and Road Initiative) BRI) ستراتیژیکه پروژه
دا پـروژه په٢٠١٣ کال کي د چین ولسمشـر شي جین پینګ اعلان کړه. دا پـروژه یو سـتره اقـتصادي او بنسټيزه پـروژه ده چې د ځمکې او اوبـو له لارې آسیا، اروپـا، افـریقا او سویلي امـریکا له چین سـره نښلوي. دا پـروژه څو بـرخي لـري چـي دوې برخي یي، ځمکنی سړک او دویم د سمندر له لارې ډیرې مهمې دي.
لومړی – د ورٻښمنو د لاري اقتصادي کمربند
چین غـواړي د منځنۍ آسیا له لارې د مـختلفو بنسټیزو لکه؛ پــلونــه، سړکونــه او د ریل پټلیو په وسیله اروپــا او منځني اسیا د ځان سره ونښلوي څو د همدې لارې اقتصادي راکړه ورکړه اسانه او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکړي.
د دې فکر تاریخي او تیوریکي شالید
پـه ١٩٠۴ میلادي کال کې یو بـرتیانـوي جـغرافیه لیکونکي او سـتراتـیژیست هـالـفورډ میکندرپه نړۍوال سیاسـت کې د جیو پـولیټیکس ارزښت د خـپلې تیوري هـارټ لڼد د لاري را بـرسیره کړ. ښاغلی میکندر په دې تیسیس کې چې عـنوان یـي د تـاریخ جـغرافیایـي مـحور و، زیاتـه کړې چې په صـنعتي دور کي د منځنۍ اسیا طبیعی زیرمـي دومـره ډیري او جیو سـتراتـیژیک ارزښت پیدا کوي ، چې هـر قـدرت یـي تـر لاسـه کړي په یوه نړۍوال قـدرت به بـدل شي او ټولـه نړۍ به یـي تـر واک لانـدې راشي. د میکندر د تیوري پـر بنسټ هـارټ لنډ تـر ټولـو ارزښت لـرونکي جـغرافیایـي مـوقیعت دی چې د نړۍ په زړه کې واقـع دی. هـغه زیاتـوي چې د نړۍ زړه ایرو اسیا ده. دی وایـي هـر قـدرت چـي هـارټ لنډ تـر خـپل کنټرول لانـدې راولـي، هـغه پـراخ اقـتصادي او سیاسـي امکانـات تـر لاسـه کوي چې په مـرسـته به یې د نړۍ جـزایر تـر خـپل کنټرول لانـدې راولـي او ور سـره به ټوله نړۍ تر خپل کنټرول لاندې کړي.
د دې تیورۍ پـر بنسټ هـارټ لنډ د دوو هـلالـونـو له لوري مـحاصـره شوې ده، یوه یـي داخـلي هـلال چې اروپـا، سـویلي اروپـا او د سـویل لـودٻځه اروپـا ټول بـندرونـه او ختیځه اسیا چې پکي تـرکیه، ایران، افـغانستان او چین سیمې شـامـلي دي. دویم هـلال چـي بهـرنـي دی، په دې هـلال کې بـرتیانیا، فـرانـسه، افـریقا، هـندوسـتان، اسیایي هېوادونه تـر جـاپـان پـوې سیمي رانغاړي. نوموړي باور درلود چې په تاریخي لحاظ هم هارټ لنډ همٻشه د قدرت د تر لاسه کولو مرکز و.
دغـه تیوري وایـي چې همٻشه پـر دغـه داخـلي هـلال بـانـدې سیالې روانه ده تـر څو هېڅ زبرځواک بل پـرې نـه ږدي، چې دغـه هـلال تـر خـپل کنټرول لانـدي راولـي، ځکه د قـدرت مـرکز هـمدا سیمه ده. هـغه وایـي چې ختیځه اروپـا د هـارټ لـنډ د تـر لاسـه کولو کیلي ده چې د روسیي د سایبریا څخه پیلېږي او تر ختیځ جرمني پورې را رسېږي.
میکندر خپله تیوري په دغه ډول خلاصه کوي
هر قدرت چي ختیځه اروپا تر خپل کنټرول لاندې راولي هغه هارټ لنډ تر خپل واک لاندی راولي.
هر قدرت چې هارټ لنډ تر خپل واک لاندي راوستی، هغه د نړۍ پر جزایرو باندی واک چلوي.
هر قدرت چي د نړۍ جزایر تر خپل واک لاندې راوستل هغه پر ټولي نړۍ واک چلوي.
د چین د ورٻښمنو لارې د ځمکې سړک په اصــل کې یوه ســتراتــیژیکه پــروژه ده چې اروپــا، منځنی اسیا او منځني ختیځ هېوادونه په اقـتصادي لـحاظ د چین سـره و تړي څو ور سـره سـم به د هـارټ لنډ سیمه ټول د چین سـره وتړل شي. په دې سـره دا ټولـه سیمه په اقـتصادي او سیاسـي ډول د چین تـر نـفوذ لانـدي راشي، کله چې چین دغه هېوادونه د سـوداګرۍ له لارې چین سـره وتړل شول، چین کولای شي د اقـتصادي نـفوذ څخه په ګټي اخسـتو دغه هېوادونه اړ کړي چـي خـپل سیاسـتونـه داسـي عیار کړي څو د چین ګټې تأمین کړي او کله چـي په نړۍوالـو رژیمونـو کې چین خـپل په ګټه تغیر راولـي، دغه هېوادونه به یې مـلاتړ کوي، لکه امـریکا چې د دویمې نړۍوالې جګړې وروسـته د کم نـظم او رژیمونـه په نړۍوال کچه جـوړ کړل، لکه د پـیسو نړۍوال صـندق، نړۍوال بانک او د ملګرو مـلتونـو سـازمـان، هـغه هېوادونه چې په سیاسـي او اقـتصادي تـوګه له امـریکا سـره تړلـي دي، هغوی د امریکا په هره پرٻکړه کي ملګرتیا کوي.
دویم – سمندرونو له لارې اقتصادي کمبربند
پـه دغـه لار کې چین غـواړي ختیځه آسیا، جـنوبـي آسیا ، افـریقا او جـنوبـي امـریکا د سـمندر له لارې د چین سـره وتړي، په دې بـرخـه کې سـتر سـمندري بـندرونـه جـوړوي، چین غـواړي په سـمندر کې په ټولـو سـتراتـیژیکو ځایونـو کي بـندرونـه جـوړ کړي څو له دغې لارې ټوله اقتصادي راکړه ورکړه او سوداګري له چین سره وتړي.
د سمندرونو د قوت تیوري تاریخي شالید
پـه ۱۹مه پیړۍ کې یو امـریکایـي سـتراتـیژیسـت الـفرید مـاهـان یوه تیوري وړنـدي کړه؛ هـغه وویل چې سـمندري قـوت کولای شي یو هېواد په نړۍوال قـدرت بـدل کړي، د هـغه په نـظر د سـمندر مهمې لارې تـر خـپل کنټرول لانـدې راوسـتل کولای شي چـې یوه نړۍ په سـتر قـوت بـدل کړي. هـغه وایـي چې سـمندري قـوت کولای شي د یو هېواد په ټیکاو او نړۍوالـه بـرتـري کې اسـاسـي رول و لـوبـوي. مـاهـان وایـي چې ستر قدرت قـابلیتونـه مسـتقیم له سـمندر سـره تړلي دي. د مـاهـان په وینا، سـمندري قـوت بـاید په مـهمو سـتراتـیژیکو ځایونـو کې سـمندري اډې جـوړې کړي څو بیا له هـمدې لارې د نړۍ اقـتصادي او پـوځي را کړه ورکړه کنټرول کړي او هلته خپل سمندري پوځي وسایل هم ترمیم او تولید کړي.
د چین سـتراتـیژیسـتانـو د دې دوو تیوریانـو څخه په ګټي اخسـتني همدا د کمبربـند او لارې سـتراتـیژي جـوړه کړه. چین غـواړي ټولـه نړۍ د چین سـره په اقـتصادي توګه وتړي، او په ټولـو بـندرنـو کي په دې بهانـه چـي د هـغه بـندر امنیت تأمینوي هـلته خـپل سـمندري پـوځ ځای پـر ځای کړي او ټولـه نړۍ په اقـتصادي ډول له چین سـره و تړي. کله چې نړۍ له چین سـره وتړل شي، هغه بیا د خپل اقتصادي نفوذ څخه په ګټي اخیستنې په موجود نړۍوال نظم کي بدلون راولي.
د دویمې نړۍوالـي جګړې وروسـته دغـه مـوجـود نړۍوال نـظم او نړۍوال بنسټونـه؛ لکه د ملګرو مـلتونـو سـازمـان، نړۍوالې پـولـي صـندق او نړیوال بـانک چې دغـه مـوجـود نړۍوال نـظم تنظیموي، امـریکا رامنځته کړ او تـر ډیره د امـریکا ګټې په نړۍوال نـظم کي تأمینوي.
چین غـواړی چـي په دغـه نـظم کې بدلونونه راولـي، ځکه ادعـا لـري چـي دغـه نـظم عـادلانـه نـه دی او یوازې د امـریکا او د متحـدینو ګټي یې تأمینوي، ځکه د چین ولسمشـر شی جین پینګ څو کالـه مخکي خـپل پـوځ تـه وویل چې چین د خـپل دوښمن سـره یوه خونړۍ جګړې ته چمتوالی ونیسي.
د چین د دولـت مـشاور چـارلـس لیو د الجـزیري Head to Head پـروګرام کې وویل چې یوازې یو هېواد دی چـي د چین پـولـو تـه سـمندري پـوځونـه اسـتوي او هـغه امـریکا متحـده ایالات دي او چین د امـریکا سـره یوې خـونړۍ جګړې تـه چـمتوالی نیسي.
امـریکا متحـده ایالاتـو د چین د مـهارولو لـپاره په ٢٠٠٧ کال کې څلور اړخیزه امنیتي دیالوګ (Quadrilateral Security Dialogue) سـازمـان جـوړ کړ. په دې سـازمـان کې امـریکا، جـاپـان، هـندوسـتان، اسټرالیا ،نیوزلنډ ، ویټنام او سویلي کوریا شـامـل دي او دا ټول هېوادونه د چین د اقـتصادي او پـوځي وړتیا د لـوړٻدو څخه ویره لـري. داسـي هـم ویل کېږي چې که چین هـمداسې پـرمختګ وکړي او نـو دغه سازمان به د نوي ناټو شکل غوره کړي.
امـریکایـي پـروفیسر جـان میرشـایمر هـم وایـي چـي د سړې جګړې په وخـت کې د امـریکا لـپاره اروپـا، بیا سویل او ختیځه اسیا او منځنی ختیځ اهمیت درلود، ځکه هـغه وخـت شـوروي اتـحاد د امـریکا لـپاره سـتراتـیژیک خـطر درلود ؛ خـو اوس دغـه حـالـت بـدل شوی، اوس د چین لـپاره سـویلی اسیا او سـویل ختیځه اسیا ډېره مـهمه ده ځکه اوس مـهال چین د امـریکا لـپاره سـتراتـژیک خـطر دی، خکه چین نـه یوازې دا چې په نړۍوال نـظم کې بدلون راولـي د هـغه تـر څنګ د امـریکا بـرتـري په نړۍوالـه کچه ننګوي چې دغـه کار د امـریکا ګټې په خـطر کې اچـوي او امـریکا بـاید په هـر ډول چـي کېږي د چین د پـرمختګ او قـوي کٻدو مخنوي وکړي.
څلورم – د کنترول شوی اغتشاش Controlled Chaos ستراتیژي
دا یوه اسـتخباراتي سـتراتـیژي ده چې هـدف یي دوښمن هېواد په یوه ګران بیه اوږد مـهالـه خـونړۍ جګړه کې ښکٻلول وي. په دې سـتراتیژۍ کي په یوې سـتراتـیژیکه سیمه یا هېواد ګډوډي رامنځته کوې او دغـه ګډوډي دوښمن هېواد تـه ور ټٻل وهل کېږي او پـایله کي د دوښمن هېواد ګټې په خـطر کي اچـوي او هـغه هېواد اړ کېږي چې د خـپلو ګټو لـپاره په دغـه سیمه کې نـظامـي مـداخـله وکړي چـي ور سـره سـم، جګړه اوږدمـهالـه کیږي اوپه پـایله کې د هـغه هېواد نړۍوال حیثت صـدمـه ویني، د جګړې قیمت لوړیږي، په دې سره دوښمن ستړۍ کېږي او ماته خوري.
کنټرول اغـــتشاش، سیمې او شـــرایطو تـــه په کتو مـــختلف جګړهییز تکتیکونـــه لـــري لکه:
Foreign Internal Defense (FID)
Bloodletting Strategy
Bat and Blood
bait and bleed
Death by Thousands cuts
Ideological Subversion
د دې ستراتیژيو څخه تر ټولو مهم تکتیک ایډیالوژیک تخریب کاري یا Ideological Subversion دی. دغـه سـتراتـیژي روسـي لیکوال یوري بیزنـوفپهIdeological Subversion State کتاب کې په تفصیل سـره بیان کړې ده.
پـه فکري تخـریب کاري کې تـر ټولـو مـهم کار دا دی چې د حقیقت مـفهوم بـدل کړل شي، د پـروپـاګند له لارې ذهـنونـه داسـې مـغشوش کړي چې خـلک اړ شي هـغه څه د حقیقت په نـوم ومـني چـي دغـه حـاکمه ډلـه یـي ورتـه تـعریفوي. دوی د خـپلي روانـي جکړې له لارې فکرونـه دومـره ګډوډ کړي چې پـر راتـلونکي امید د لاسـه ورکوي او هـغه ډلـه چـي دوی یې دغـه حـالـت تـه رسـولـي وي هـغه د خـپل ځان د نـجات پرېښتې ګڼي. په دغـه پـروسـه کې د ژونـد ټول ارزښتونـه بی ارزښته کېږي او ټول وضاحت له منځه ځي او خلک نه پوهېږي چې دوی په کوم حالت کې دي او د حل لار څه ده.
هـمداسې یو حـالـت په افـغانسـتان کي حـاکم شوی، لـه خـلکو د حقیقت مـفهم ورک دی، افـغان مـلت په یوه ګنګس حـالـت کي واقع دی او نه پوهېږي چي دوست څوک دی او دوښمن څوک دی او موږ کمي خواته روان یو.
پـه دې سـره په یوه هېواد کې مشـروع قـانـونـي حـاکمیت لـه منځه وړل کېږي، ورسـره سـم د هېواد ټول ټولنیز او اقـتصادي بنسټونه هم له منځه وړل کیږي، د معلوماتي او تبلغاتي جګړې له لارې د هدف ګرځیدلي سیمي په خلکو کې فکري ګډوډي رامنځته کیږي چې په په پایله کې یې پـاڅونـونـه رامنځته کېږي او ورسـره په پـراخ ګلګلمیري را منځته کیږي چې د دغـه حـالـت څخه په ګټې اخیستنې تـرهګري په هېواد کې وده کوي او بیا د اسـتخباراتـي تکتیکونـو له لارې دغـه تـرهګري دوښمن هېواد تـه ور ټیلوهـل کېږي او دوښمن بیا مـداخـلې تـه اړ کوي، لکه د سړې جګړې په وخـت کي شـوروي اتـحاد اړ کړای شو چي افغانستان کي نظامي مداخله وکړي.
زمـا تیوري دا ده چـي افـغانسـتان د چین او امـریکا تـر منځ د نیابـتي جګړې په ډګر بـدلٻدونکی دی.کله چې مـوږ د چین شـاوخـوا ګورو په ټولـه سیمه کي بـل هېڅ داسـي مـهم سـتراتـیژیک مـوقیعت وجـود نـه لـري چـي هـلته نیابـتي جګړه یوازې د چین او د چین متحـدینو تـه صـدمـه ورسـوي او د امـریکا او لوېديځ متحـدینو تـه یـي ضـرر نـه وي. د چین د یوې لارې او کمربـند سـتراتـیژیکه پـروژه په منځني اسیا کي تېرېږي. دغـه پـروژه په اسـانۍ سـره د افـغانسـتان څخه د تـروریستي بـریدونـو لانـدې راتـلای شي او د مـلامتیا ګوتـه امـریکا تـه څوک نه شي نیولای، ځکه امـریکا د دې سیمي څخه وتـلي، که د افـغانسـتان څخه د منځنی اسیا هېوادونه او دغـه پـروژه تـر بـرید لانـدي راځي، نـو ګټه به یـي امـریکا ویني.
څه مـوده مخکي د روسـیي یو ډیپلومـاټ Vasily Nebenzya د ملګرو مـلتونـو امنیت شـورا تـه وویل چې له افـغانسـتانـه منځني اسیا تـه د تـرهګرو د ورتګ وېره شته او طـالـبان نـه دي تـوانیدلي چې د تـرهګرۍ مـخه ونیسي. هـمدارنګه د امـریکا پـخوانـي ولسمشـر ډونـالډ ټرمپ هـم هـغه وخـت چې ولسمشـر و، ویلي وو چې دا د امـریکا مـسؤلیت نـه دی چې افـغانسـتان امـن کړي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي چي موخه یی چین او روسیه وه.
امـریکایـۍ پـروفیسره این هـایرونـاکا په خـپل کتاب نـه ختمٻدونکې جګړې کي لیکلي: «دا چې د دویمې نړۍوالـي جګړې وروسـته د ملګرو مـلتونـو سـازمـان د جـوړٻدو او د اټومـي وسـلو په رامنځته کٻدو سـره د سـترو قـدرتـونـو تـرمنځ جګړه نـاممکنه کړي او سـتر قـدرتـونـه مـخامـخ یو د بـل سـره جګړه نـه کوي او زیات وخـت خـپل رقـابـتونـه د نیابـتي جګړو له لارې افـغانسـتان تـه ورتـه هېوادونو کې تر سره کوي او زیات وخت د ترهګري او کنټرول شوې ګډوډۍ څخه په استفادې خپل هدفونه تر لاسه کوي.»
امـریکا د ٢٠٠١ کال دمخه دا سـتراتـیژي لرله چې په ځینو هېوادونو کې رژیـمونـه بـدل کړي، د عـراق پـر خـلاف یي د مسـتقیم نـظامـي قـوت څخه کار واخیست او دغـه کار په نړۍوالـه کچه د امـریکا حیثت تـه صـدمـه وروسوله، نـو ځکه یـي سـوریه او لیبیا کي خـپله سـتراتـیژي بـدلـه کړه او هـمدا د کنټرول اغـتشاش د سـتراتـیژي څخه کار وخیست په لیبیا کې دا سـتراتیژي بـریالی شوه او هـلته د مـعمر قـذافـي دولـت لـه منځه لار ، خـو په سـوریه کې دغـه سـتراتـیژي لـه نـاکامۍ سـره مـخ شوه، ځکه هـلته د ایران او روسـیي مـداخـلي لـوبه د امـریکا په زیان تـمامـه کړه او د هـغه تـرڅنګ هـلته تـرهګري او اغـتشاش دا ویره لـرله چې دا د امـریکا متحدو هېوادونو ته وغځېږي لکه اردون، سعودي عربستان ،امارات ،بهرین ،مصر او داسي نور.
د اسرائیل لـومړی وزیر بینامین نتنیاهـو وایـي چې ایران د دې جګړو څخه په ګټي اخیستنې یوه لـویه امـپراطـوري جـوړه کړې د اسرائیل په ګډون د امـریکا ډېر متحـدین یې مـحاصـره کړي اوپه دې ټولـو هیوادونـو لکه عـراق، سـوریه، لـبنان، یمن کې یـي خـپل نیابتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
زمـا په نظر چـي د امـریکا لـپاره د دغـي سـتراتـیژي د پلي کولو غوره سـتراتـیژیک مـوقـعیت افـغانسـتان دی، ځکه د افـغانسـتان داسې مـوقـعیت دي چې شـاوخـوا ټول د امـریکا رقیب هېوادونه دي او د دغـه ځای تـرهګري او اغـتشاش غځٻدل یوازې د امـریکا رقیبان ګواښي او زیاته ګټه یي د امریکا ته رسېږي.
لکه څنګه چې د امـریکا پـخوانی ولسمشـر فـرنګلین روزولیټ وایـي چې په سیاسـت کې هېڅ کار تـصادفـي نـه پېښېږي که پېښ شي هـغه به خـامـخا هـمداسـې پـلان شوي وي. دا چې امـریکا ٢٠ کلونو وروسته لـه افـغانسـتانـه ووته او افـغانسـتان يې په ناقـانـونـه او نـامـعلوم بـرخـلیک کي پـرٻښود او جـمهوري نـظام یـي ړنګ کړي، روښانـه ښکاري چې افـغانسـتان د کنټرول اغـتشاش په ډګر بـدل شوی دی.
د دې سـره سـره هـغه ټول شـرایط چې په یو هېواد کې د نیابـتي جګړې او تـرهګرو د ودي لـپاره لازمې دي افـغانسـتان کي وجـود لـري، افـغانسـتان کی قـانـونـي مشـروع حـاکمیت نشته، د کلونـو راهیسې مـختلفې اسـتخباراتـي ایډیالـوژیانـې؛ لکه نیودیوبـندیزم، سـلفیزم او وهـابیزم افـغانسـتان کي پـراخـه وده کړې، د روښانـه راتـلونکي لـپاره هیلي نشته، اکثریت نـفوس ځوانـان دي چـي عـمرونـه یـي لـه ١۵ څخه تـر ٢۵ کلني پـورې دي، پـوه او عـلمي کادرونـه د افـغانسـتان څخه وتـلي، هېواد جګړې ځپلی، ټول ټولنیز او اقتصادي بنسټونه له منځه تللي او شاوخوا متخاصم دولتونه را ټول دي.
که مـوږ لږ د اسـلامـي هېوادونو تـاریخ تـه هـم کتنه وکړو دغـه څو اسـتخباراتـي ایډیالـوژیانـې چې د کنټرول اغـتشاش اصـلي بڼې دي لکه دیوبـندیزم ، سـلفیزم او وهـابیزم ،په مسـلمانـو هېوادونو کي تا د کنټرول شوې ګډوډۍ له لارې لارې، د مشـروع حـاکمیتونـو د جوړٻدو او د هېوادونو د پرمختګ مخنیوی یې کړی. کله چې انګریزان په هـند او سویلي اسیا کي حـاکم ول، دلـته ډېر مسـلمانـان اوسٻدل اوپه لـومړيو وخـتو کې مسـلمانـانـو د انګریزي اسـتعمار خـلاف ډېره مـبارزه وکړه او د دې مـبارزې فکري قـوت او د جګړې مشـروعیت یـي د اسـلام څخه اخیسته، نـو انګریزانـو په ١٨۶۶م کال کې هـند کې د دیوبـند مـدرسـه جـوړه کړه او د خـپلو اسـتخباراتـي پـروژو له لارې یې دغـه دیوبـندي ایډیالـوژي په دې سیمه کي تـرویج کړه او تـر اوسـه دغـه اډیالـوژي په دې سیمه کي د مـلي دولـتونـو د جـوړٻدو مخنیوي کوي، ان کله چې افـغانسـتان ١٩١٩ م کال کې د انګریزانـو څخه خـپلواکي واخیستل او د یو دولـت مـلت د جـوړٻدو په حـال کي د هـمدې ایډیالوژي پلویان وو چي افغانستان کې یې ګډوډۍ جوړه کړه او دغه پروسه یې د خنډ سره مخ کړل.
هـمدا ډول امـریکایـي څیړنیز خـبریال رابـرټ ډرافـوزس په خـپل کتاب د شیطان لـوبه Devil’s Game کتاب کي لیکلي چـي انګریزانـو د دې لـپاره چې منځني ختیځ د عـثمانـي امپـراطـورۍ لـه لاسـه و بـاسـي او تـر خـپل کنټرول لانـدي یې راولـي د وهـابـي ایډیالـوژۍ څخه کار واخیست هـلته یـي د الاخـوان په نـوم ډلـه را پـورتـه کړه چې په فکر سـمبال وه او هـغه و تـوانٻدل چې سعودي عربستان او ډېرو نورو عرب میشتي سیمو کې عثمانیان له واکه وباسي.
هـمدارنګه کله چې د دویمې نړۍوالـي جګړې وروسـته په نړۍ کي د دولـت مـلت او نیشلیزم د جـوړٻدو او خـپرٻدو دوران وو، عـربـي هیوادونـو کي هـم عـرب نیشنلیزم مـخ پـروده وه او دغـه بهیر غـربـي هېوادونو لـپاره سـتراتـیژیک خـطرونـه رامنځته کولای شوای، ځکه منځني ختیځ د نـفتو لـه اړخـه د غـرب لـپاره ډیر ارزښت درلود، نـو ځکه سفلیزم او وهـابیزم د پـان اسـلامیزم تـر چـتر لاندې سره متحد کړل او عرب نیشنلیزم چې رهبري یي جمال عبدالناصر کول و ځپي.
د دغـه سـتراتـیژي یو بـله نـمونـه ایران دی، امـریکایـي پـروفیسر اډریو سکاټ کروپـر په خـپل کتاب د تیلو شـاهـان کې کاږي چـي ایران کې د تـوده په نـوم کمونیستي ګونـد ډېر په قـوت کي روان و او امـریکا وېره لـرله چې ممکن دا ډلـه د شـوروي اتـحادپه مـرسـته ایران کي شـاهي نـظام بـدل کړي او یو کمونیستي دولـت رامنځته کړي اوپه دې سـره شـوروي اتـحاد یو قـوي کمونیستي هېواد چې سـتراتـیژیک اهمیت لـري، متحـد پیدا کړي او دغـه کار به د امـریکا لـپاره سـخت سـتراتـیژیک خـطرونـه رامنځته کړي، نـو ځکه امـریکا د نـظام د بـدلـون په بـرخـه کی شعیه اخـوانیانـو مـلاتړ وکړ ځکه یوازنـي قـوت چـي کولای یـي شوای د تـوده ګوند مقابله وکړي همدا اخوانیان وو.
پایله:
افـغانسـتان تـه د تـاریخ په اوږدو کې څو ځله ښه فـرصـتونـه په لاس ورغـلي، یو ځل د لـومړی نړۍوالـې جګړې وروسـته چـې نړۍوال نـظم د بـدلـون په حـال کې وو او سـتر قـدرتـونـه تـر ډېره په خـپلو سیمو کې بوخت وو، افـغانـانـو کولای شوای د الـحضرت امـان الله شـاه تـر رهـبرۍ لانـدې خـپل دولـت قـوي کړي او ځان د سـترو قـدرتـونـو د سیالـۍ له ډګره وبـاسـي، بـل ځل بیا د دویمې نړۍوالـي جګړې وروسـته چې بیا نړۍوال نـظم بـدلـون وکړ ،افـغانسـتان تـر یو حـده په ښه حـالـت کي و ،کولای یې شوای چې د پـاکستان پـر ضـد اقـدام وکړي او خـپل جیو سـتراتـیژیک اوجیوپـولیټیک مـوقعیت کې بدلون راولـي او د هـند تـر سـمندر پـورې دا سیمه لانـدې کړي او د یو قـوي سـتر قـدرت تـر چـتر لانـدې ځان راولـي؛ خـو د هـغه فـرصـت څخه هـم افـغان مشـرانـو سـمه ګټه وانـه خیسته، اوس بیا هـمداسې یو حـالـت راغلی، نړۍوال نـظم د بـدلـون په حـال کې دی، لویدېځ په ځانګړې ډول امـریکا د روسـيې سـره د اوکراین په جګړه کي ښکیله ده، پـاکستان د امـریکا او چین تـرمنځ په انـتخاب کي په بحـرانـي حـالـت کې واقـع دی، ځکه دواړه یې سـتراتیژیک متحـدین دي او که هـر طـرف انـتخابـوي د بـل طـرف دوښمني به انـتخابـوي. افـغانـان کولای شي چې اوس مــهال افــغانســتان کي یو قــوي دولــت رامنځته کړي او حداقل افــغانســتان د ســترو قــدرتــونــو د سیالــۍ له ډګره وبـاسـي،که نـه افـغانسـتان به په یوه بـله سـوریه خـامـخا بدلېږي، ځکه هـغه ټول شـرایط چـي د یوې نیابـتي جګړې لـپاره اړین دي، هغه افغانستان پوره کړي او صرف اور بلولو ته اړتیا ده.
پای