د پاکستان ډیموکراتیک ملي ګوند مشر محسن داوړ په شمالي وزيرستان کې د دغه هېواد د پوليسو له لوري د ډزو په پایله کې ټپي شوی دی.
د جيو نيوز د راپور پر بنسټ، داوړ د شنبې ورځ، فبرورۍ پر ۱۰مه د شمالي وزيرستان د ميرانشاه په سيمه کې ټپي شوی دی.
دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د داوړ پلویانو د پاکستان د ټولټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ پر ضد لاریون وکړ.
د لاریونکوونکو په وینا، پولیسو د لاریون پر مهال اوښکې بهوونکی ګاز شیندلی او په پایله کې یې د محسن داوړ په ګډون د هغه څلور پلویان ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوليسو په دې پېښه کې د داوړ ټپي کېدل منلي او ویلي یې دي چې د هغه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان د ټولټاکنو له پاى ته رسېدو نږدې ٢٤ ساعته تېرېږي؛ خو لا هم د دغو ټاکنو پايلې نه دي اعلان شوې.
ټاکل شوې وه چې د دې ټاکنو پایلې نن اعلان شي.
د پاکستان د ټولټاکنو د لومړنیو اعلان شویو پایلو له مخې، د عمران خان پلویان او د هغه د ګوند ملاتړي کاندیدان تر نورو مخکې دي.