اوچا: په ۲۰۲۳ کال کې د بشردوستانه مرستو چمتو کولو لپاره ۲.۵۹ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱.۲ میلیونه کسانو ته د خوراکي توکو او کرنیزو بشردوستانه مرستو رسولو لپاره ۲.۵۹ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا دا موضوع دوشنبه د کب پر لومړۍ نېټه د یوه ټویټ په خپرولو سره وړاندې کړې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د ټیټ عاید او د خوراکي توکو د لوړې بیې له امله په افغانستان کې د لومړنیو توکو د پېرلو لپاره د کورنیو وس کم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې مرستندویه سازمانونو او د نړۍ هېوادونو تل په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت او د دغه هېواد له وګړو سره د مرستې د اړتیا په اړه خبرداری ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button