۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې په ۲۰۲۳ کال کې به مرستندویه ادارې په افغانستان کې پر هغو سیمو تمرکز وکړي، چې لږ پام ورته شوی دی.
اوچا د پنجشنبې په ورځ د سلواغې پر۲۰مه، په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې مرستندویه ادارې هڅه کوي چې په ټول هیواد کې د بېړنیو اړتیاوو پراخوالي ته په پام سره، د بې قید او شرطه نغدي مرستو او څو سکټوري کڅوړو له لارې محرومو سیمو ته مرستې وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم مرستندويه سازمانونو او د نړۍ هېوادونو تل په افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو له خوا په مرستندويه ادارو کې د ښځو پر کار کولو د بنديز لګولو سره، دغو ادارو ويلي چې اړمنو خلکو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسول ستونزمن شوي دي.





