۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې د هېواد په ختیځ کې زلزلهځپلي سرپناه، خوړو، درملو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته بېړنۍ اړتیا لري.
اوچا دوشنبه د وږي پر ۳۱مه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مالي سرچینو په برابرولو له زلزلهځپلو سره د مرستو د دوام او په افغانستان کې نورو بحرانونو ته له پاملرنې ملاتړ وکړي.
د نوموړي بنسټ په خبره، ګڼ کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
یاد دفتر زیاته کړې چې ملګرو ملتونو او همکارو بنسټونو په افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته د پاملرنې په موخه یو څلور میاشتنی پروګرام جوړ کړی دی.
د یادونې ده چې نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې که د ژمي له رارسېدو وړاندې د زلزلهځپلو لپاره نوي کورونه جوړ نه شي، هغوی به د یخنۍ له شدید ګواښ سره مخ شي.





