۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ بنسټ (اوچا) اعلان کړی چې په هرات کې له زلزلې دوه کاله وروسته هم زرګونه ځپل شوې کورنۍ په لنډمهالو سرپناوو کې ژوند کوي.
اوچا سهشنبه د تلې پر ۱۵مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې په هرات کې زلزله ځپله کورنۍ د خپل ژوند د بېرته رغولو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلې کورنۍ د زلزلو له پایلو خلاصی نه دی موندلی، مرستندویه بنسټونه اوس په کونړ کې له ورته ننګونې سره مخ دي.
د نوموړي دفتر په خبره، په کونړ کې زلزله ځپلې کورنۍ د را روان ژمي د یخنۍ او د سرپناه د کمښت له کبله بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
اوچا ویلي چې د اوږدمهال لپاره د مرستو رسولو او د بیارغولو لپاره هڅې روانې دي.
د یادونې ده چې د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې هرات د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې ولړزوه چې له کبله یې څه باندې زر کسان مړه شول.
د دغې طبیعي پېښې په پایله کې سلګونه کلي ویجاړ او زرګونه کورنۍ بې کوره شوې.
په کونړ کې هم وروستۍ زلزلې پراخه ویجاړي رامنځته کړې او د ورته بحران د تکرار له کبله اندېښنې ډېرې شوې دي.





