۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې زلزلهځپلي د ژوندي پاتېدا لپاره هڅې کوي او دا مهال سرپناه، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته بېړنۍ اړتیا لري.
په افغانستان کې د اوچا اجرايي رییس شانن اوهارا دوشنبه د وږي پر ۱۷مه په جلالاباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې زرګونو کورنیو په څو دقیقو کې خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړه او اوس په خیمو یا په پرانېستې فضا کې ژوند کوي.
د نوموړي په خبره، دې زلزلې چې ننګرهار، کونړ او څنګلورې سیمې ولړزولې، نږدې ۴۰ زره کسان اغېزمن او څه باندې پنځه زره کورونه یې ویجاړ کړي دي.
هغه ټينګار کړی چې لرې پرتو کلیو ته لاسرسی ګران دی او مرستندویان اړ چې ساعتونه پلی مزل وکړي.
د اوچا اجرايي رییس زیاته کړه چې مېرمنې، ماشومان او معلولیت لرونکي وګړي یې د مرستو په لومړیتوب کې نیولي دي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اټکل کړی چې په اغېزمنو کې څه باندې ۱۱ زره مېندوارې مېرمنې دي؛ په داسې حال کې چې افغانستان له دې وړاندې هم د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه لرلې ده.
اوچا خبرداری ورکړی چې د پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو کمښت د کولرا په څېر د ناروغیو خپرېدو وېره ډېره کړې ده.
نوموړي بنسټ ویلي چې تر دا مهاله له ۴۳ زرو کسانو سره د خوړو او لومړنیو توکو مرسته شوې، خو ښايي مرستې د شدیدو بارانونو او غر ښوېیدنو له کبله ګډوډې شي.
له دې سره هممهاله د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې څه باندې ۳۵ ټنه روغتیايي توکي یې کابل ته لېږلي چې په دې سره له افغانستان سره د دغه بنسټ د مرستو کچه نږدې ۸۰ ټنو ته رسېدلې ده.
اوچا ویلي چې تر دې دمه د ځپل شویو د لاسنیوي لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي او یو نوی بېړنی پلان په وروستیو کېدو دی.





