۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د «افغانستان د بشردوستانه اړتیاوو د غبرګون پروګرام» یوازې ۲۶ سلنه تمویل شوی دی.
اوچا چهارشنبه د زمري پر ۱۴مه راپور ورکړی چې د بودیجې کمښت میلیونونو اړمنو ته د حیاتي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د مرستندویه بنسټونو وړتیا له ننګونې سره مخ کړې ده.
نوموړي بنسټ زیاته کړې د مالي سرچینو له کمښت سربېره هم مرستندویه شریکان خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، څو په افغانستان کې زیانمنونکو سیمو ته د بنسټیزو خدماتو رسول روان وساتي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د بودیجې کمښت یوازې مالي ستونزه نه ده، بلکې د اړمنو خلکو پر ژوند هم مخامخ اغېز کوي او بنسټیزو خدماتو ته یې لاسرسی محدودوي.
اوچا ویلي چې د سرچینو کمښت د اړینو درملو، روغتیايي تجهیزاتو، د پوهاوي پروګرامونو او د خدماتو د وړاندې کولو بهیر محدود کړی او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې د ښځو او نجونو اړتیاوو ته پاملرنه یې ستونزمنه کړې ده.





