۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې سویډن له افغانستان سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته کړې.
نوموړي سازمان پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې سویډن ۱۰ میلیونه کرونه چې ۱.۲ میلیونه ډالر کېږي، د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې دا په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوو ته د پاملرنې له ګډو هڅو سره مرسته کوي.
اوچا د سویډن د پیوستون له دوامه مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې اټکل کېږي په را روان ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.





