د عربستان او ازبکستان چارواکو د افغانستان په اړه خبرېاترې وکړې

۸صبح، کابل: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د ازبکستان له چارواکو سره د دغه هېواد د چارواکو د خبرواترو خبر ورکړی دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ټویټرپاڼې یکشنبه شپه د لیندۍ پر اوومه نېټه یوه لړ ټویټونو کې ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال عبدالکریم الخریجي د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف سره په سعودي عربستان کې کتلي دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د بدلونونو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
دغه وزارت بیا د لیدنې د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.
ازبکستان د منځنۍ اسیا له هغو هېوادونو دی، چې له افغانستان سره د ګډې پولې او په دغه هېواد کې د لویو اقتصادي پروژو په لرلو سره یې په وروستیو دوو لسیزو کې د هغه په بدلونونو کې د پام وړ رول لرلی دی.