په بدخشان ولایت کې یو شمېر جوګي کورنۍ وایي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دوی همداراز د خلکو پر تبعیضي چلند اندېښنه څرګندوي. جوګیان تر ډېره خېمهمېشتي دي او د ثابت هویت او کوچیاني ژوند له امله وخت ناوخته له یوه ښاره بل ښار او له یوه ولایته بل ولایت ته کډه کېږي.
په بدخشان ولایت کې د جوګیانو یو مشر صاحب جان وایي: «موږ هم غواړو د نورو په څېر ژوند وکړو؛ کار ولرو او زموږ ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي.»
ګلمحمد (مستعارنوم ) یو له هغو جوګیانو دی چې له خپلې کورنۍ سره د فیضآباد ښار په څنډه کې ژوند کوي. هغه وایي، د تذکرې نه لرل یې د دې لامل شوي چې منظم عاید لرونکی کار پیدا نه کړای شي. د هغه په وینا، د هویتي اسنادو نشتوالي له هغه د ځمکې د پېرلو لپاره د رسمي معاملې امکان هم اخیستی دی.

شیرمحمد (مستعار نوم) وایي: «غوښتل مې خپل دوه ماشومان په ښوونځي کې شامل کړم، خو د تذکرې نه لرلو له امله ونه توانېدم چې هغوی شامل کړم.» هغه همداراز وایي چې ستره هیله یې دا وه چې ماشومان یې ښوونځي ته ولاړ شي، څو د ده په څېر ژوند کولو ته اړ نه شي.
شیرمحمد زیاتوي: «موږ ځان افغانان ګڼو، خو ډېر خلک موږ ته د پردیو په سترګه ګوري. زموږ د نوم وینه همدلته توی شوې، موږ د همدې ځای له اوبو، هوا او خاورې تغذیه شوي یو؛ موږ ځان په همدې خاورې پورې تړلی ګڼو.»
دا سړی د ځینو خلکو له چلنده شکایت لري او وایي چې جوګیان په ښار او عامه ځایونو کې کله ناکله د سپکاوي خبرې او پیغورونه اوري. هغه وایي: «موږ مفتخوري او سوال کول نه خوښو، خو نه کرنیزه ځمکه لرو، نه منظم کار او نه هم د ژوند کولو لپاره ټاکلی ځای. له همدې امله له یوې سیمې بلې سیمې ته کډه کېږو او د ژوند د اړتیاوو د برابرولو لپاره خیرات غوښتلو او سوال کولو ته مخه کوو.»
د جوګیانو د ژوند سرچینې
یو ۲۰ کلن جوګی ځوان شیرآغا (مستعار نوم) دوه کاله مخکې واده کړی او اوس یو ماشوم لري. هغه د خپل کار او عاید د سرچینې په اړه وایي: «سږ کال راغستان ولسوالۍ ته ولاړم او د سرو زرو په یوه کان کې مې هره ورځ د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې کار کاوه، خو کارونه بند شول او بېرته کور ته راستون شوم. اوس نه کار لرم او نه دومره پیسې چې کور ته خوراکي توکي یوسم. په ښار کې هم کار نشته او که کوم کار پیدا شي، موږ ته یې نه راکوي؛ فکر کوي چې خپل کارګر تر جوګي کارګره غوره دی.»

بيبي ګل (مستعار نوم)، د دې ډلې یوه له هغو ښځو ده چې د سوال کولو او فال لیدلو له لارې د ژوند لګښتونه برابروي. هغه وایي چې له ۱۵ کلنۍ راهیسې له همدې لارې ژوند کوي.
دا ښځه وایي: «مېړه مې وفات شوی او پنځه اولادونه لرم. هره ورځ د خلکو له کورونو وریجې، اوړه او نور خوراکي توکي راټولوم او کور ته یې وړم. کله ناکله د ځینو ښځو فال هم ګورم، هغوی ماته ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ راکوي او په همدې سره خپل ژوند تېروو.»
یوه بله جوګۍ ښځه وایي چې په کوڅو او د خلکو په کورونو کې ورته فال ویني او په بدل کې یې معمولاً له ۲۰ تر ۱۰۰ افغانیو ترلاسه کوي. هغه وایي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دې ډلې ځواکونو له فال لیدلو سره مخالفت کړی او دا کار هم مخ په کمېدو دی.
جوګیان او د ټولنیزو اړیکو محدودیت
جوګیان وایي چې په افغانستان کې د څو نسلونو له ژوند سره سره، د دوی ټولنیزې اړیکې له نورو قومي او ټولنیزو ډلو سره په ډېرو مواردو کې محدودې پاتې دي. د دوی په وینا، ډېری ودونه د خپلې ډلې په منځ کې، د ژوند بېل ډول او له جوګیانو بهر د ځینو کورنیو اړیکو محدودیت له هغو عواملو ګڼل کېږي چې د دوی د ټولنیزو اړیکو په محدود پاتې کېدو کې رول لري. خو یو شمېر کورنۍ وایي چې د ټولنې د یوې برخې تبعیض او نه منل کېدو هم د دغو اړیکو پر محدود پاتې کېدو اغېز کړی دی.

فرخنده (مستعارنوم)، چې یوه جوګۍ پيغله ده، وایي چې د جوګیانو او له دې ډلې بهر کسانو ترمنځ واده ډېر کم لیدل کېږي. هغه وایي: «له خپلو خلکو بهر هېڅوک له موږ سره واده نه کوي، ځکه نه نوم لرو، نه شتمني او نه مو ښوونځی لوستی دی.»
۵۴ کلن آغاشیرین د فیضآباد ښار د جوګیانو یو مشر دی. هغه وایي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې یې ژوند کړی او له نورو خلکو سره د جوګیانو د ټولنیزو اړیکو محدودیت یې له نږدې تجربه کړی دی. هغه وایي: «موږ غواړو له نورو خلکو سره نږدې اړیکې ولرو، خو زموږ په اړه د هغوی لیدلوری هېڅ نه دی بدل شوی. زموږ له خوړو استفاده نه کوي او له موږ سره خپلوي نه کوي.» د آغاشیرین په وینا، د جوګیانو په منځ کې له نورو خلکو سره د نږدې اړیکو د جوړولو لېوالتیا شته، خو تبعیضي چلند او لیدلوري د دغو اړیکو د رامنځته کېدو پر وړاندې خنډ ګرځي.

جوګیان د بدخشان ولایت د مرکز فیضآباد ښار ته څېرمه د «کري» په نوم یوه کلي کې ژوند کوي. ویل کېږي چې څو کورنۍ د بل چا په یوه تشه ځمکه کې تر خېمو لاندې ژوند کوي. دوی وایي چې د اوړي موسم د هوا د ګرمښت او د سختې یخنۍ د نشتوالي له امله د ژمي پرتله ورته اسانه دی؛ خو د ژمي په پیلېدو سره یې باران، واوره او سړه هوا تر خېمو لاندې ژوند لا سختوي.
تر دې وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د افغانستان لپاره له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۷ کلونو د ساتنې او حللارو په تګلاره کې جوګیان په هغو ډلو کې شامل کړي وو چې د بېتابعیته کېدو او تذکرو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي. دغه سازمان ویلي وو چې په بېلابېلو نسلونو کې د تذمرړ نشتوالی او کوچیانی ژوند له هغو عواملو ذي چې دې ډلې ته د هویتي اسنادو د ترلاسه کولو او د تابعیت د تثبیت پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.





