۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې یو کس په وحشتناکه ډول وژل شوی دی.
سرچینو دوشنبه د وږي پر ۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د جاغوري ولسوالۍ په «چهل باغتوی هوقي» سیمه کې د یو ۲۶ کلن ځوان سوځول شوی جسد موندل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دا کس عبدالخالق هزاره نومېده او له پنځو ورځو لادرکه کېدو وروسته يې مړی په یوې غرنۍ سیمه کې موندل شوی دی.
د سرچینو په خبره، د دې پېښې انګیزه لا روښانه نه ده.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مرموزو وژنو پېښې ډېرې شوې دي.





