۸صبح، هرات: د هرات سیمهییزې سرچينې وايي چې يو کس په دغه ولايت کې د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوی دی.
سرچینو چهارشنبه د لیندۍ پر ۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې طالبانو دا سړى شاوخوا دوه ورځې مخکې له هرات ښاره نيولى و او تر يوې ورځې شکنجې وروسته يې د هغه مړی کورنۍ ته سپارلى دى.
د سرچینو په وینا، وژل شوی کس «انجینر زلمی سلطاني» نومېده او د هرات اوسېدونکی و.
تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبانو د هرات یاد اوسیدونکی د کوم جرم په تور نیولی او وژلی دی.
په هرات کې طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم په هرات کې يو ځوان د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوى و.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا ډله وخت ناوخته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې هېوادوال په مرموز او ناڅرګندو ډول وژني.
طالبان د نړیوالو سازمانونو له خوا له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن شوي، خو دغې ډلې په وار وار دا ډول تورونه رد کړي دي.





