۸صبح، کابل: د تخار ځايي سرچینې وايي چې طالبانو دوه پخواني سرتېري او یو خپل جنګیالی په دغه ولایت کې د دوه ورځې مخکې په یوې چاودنه کې د لاسلرلو په تور نیولي دي.
سرچینو سهشنبه د سلواغې پر ۹مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې طالبانو دا کسان تېره ورځ د تخار له مرکز تالقان ښار څخه نیولي دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو دا کسان ناڅرګند ځای ته لېږدولي دي.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دا نیول شوي کسان حفیظالله، جبار بلوچ او قاري احسانالله نومېږي او د تخار اوسېدونکي دي.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو دا کسان په تخار ولایت کې یوې ودانۍ ته نږدې د بمي چاودنې په تور نیولي دي.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ویلي نهدي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې د تخار اوسېدونکو د نیولو لړۍ پراخه کړې او تر دې دمه د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه لږترلږه ۱۰ کسان نیول شوي دي.





