د طالبانو یو کلنه واکمني؛ د بایډن دولت یو ځل بیا له افغانستانه وتل ارزوي

۸صبح، کابل: د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد دولت له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو د یو کال په پوره کېدو، د وتلو بهیر ارزونه کوي.
اېن بي سي نیوز دوشنبه د جولاي پر ۱۱ رپوټ ورکړی، چې د امریکا د ملي امنیت شورا د دغه هېواد له دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو غوښتي، چې له افغانستانه د وتلو بهیر د ترسره شویو تېروتنو د تکرار د مخنیوي په موخه وڅېړي.
ویل کېږي، دا ارزونه په داسې حال کې پيل شوې، چې د بایډن امنیتي سلاکاران یو ځل بیا غواړي له افغانستانه د وتلو پر موضوع غور وکړي، چې د بایډن دولت یې له پراخو نیوکو سره مخ کړی دی.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي: «موږ پوهېږو چې راتلونکې میاشت مناسب فرصت راکوي تر څو د هغو کسانو خدمات او سرښندنې چې له لاسه مو ورکړي او همداراز زیات شمېر وګړي، چې ژغورلي مو دي په رسمیت وپېژنو.»
امنیتي چارواکو ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ګډه ارزونه کې هغه معلومات ارزول کېږي چې ښايي علني شوي وي او کانګرس ته ولېږل شي.
د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې دا هېواد له افغانستانه له وتلو وروسته د ترهګرۍ له هر ډول ګواښ سره د مقابلې په موخه د پياوړې ستراتيژیکې اډې د جوړولو په حال کې دي.
د دوی په وینا، امریکا له هغو کسانو سره مرستې ته دوام ورکوي، چې د ایستلو لپاره یې ژمنه کړې ده.
امریکا په داسې حال کې یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ارزونې ته مخه کړې، چې تېر کال په دوحه کې د دغه هېواد او طالبانو ډلې ترمنځ د هوکړې له مخې، له دې هېواده وتلي او په پایله کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.