• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کابل ته د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي سفر؛ د ربړې حلول که د طالبانو سپینول؟

امین کاوه

امین کاوه امین کاوه
۱۲ وږی/سنبله ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳ [t_time:1693728855]
MFA

MFA

د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی، چې د اسلامي فقهې د نړۍوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د نورو دیني بنسټونو په مشرۍ یې یو پلاوی افغانستان ته استولی دی. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوي له طالب چارواکو سره په اسلام کې د زغم او اعتدال او د ښځو د زده کړو او کار پر حق خبرې کړې دي. د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، دغه پلاوی د دغه سازمان د اجرایوي کمېټې او د وزیرانو شورا د غوښتنې پر بنسټ استول شوی دی. طالبانو هم اعلان کړی چې دغه پلاوي د دې ډلې د رییس‌الوزرا له سیاسي مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي دي. دغې ډلې ادعا کړې، چې دغه پلاوي د داعش پر وړاندې د طالبانو چلند «بې ساری او اغېزناک» بللی او له نړۍ یې غوښتي، چې د طالبانو په پرمختګونو باندې «اعتراف» وکړي. په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال وايي، د اسلامي همکاریو سازمان باید د طالبانو د سپينولو او د هغوی د « شاتګ پالي» چلند د ستایلو پرځای په افغانستان کې پر ښځو د سختو لګېدلو بندیزونو پر لېرې کولو، خورا بې وزلۍ، د بشري حقونو پر  پراخ نقض او سیاسي کړکېچ تمرکز وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره یې د اسلامي فقهې د نړۍوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د نورو دیني بنسټونو په مشرۍ یو شمېر دیني عالمان او پوهان افغانستان ته استولي دي. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه سفر د دغه سازمان د اجرایوي کمیټې او د وزیرانو شورا د پریکړه لیکونو د تعقیبولو په لړ کې د اسلامي همکاریو د سازمان د دارلانشاء له لوري تنظیم شوی دی. د اسلامي همکاریو د سازمان په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د اسلامي نړۍ د فقهې د نړۍوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د نورو اړوندو دیني بنسټونو په مشرۍ دیني عالمان له افغانستان [طالبانو] سره د ډېرو مهمو مسایلو لکه په اسلام کې د زغم، اعتدال، د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه د خبرو لپاره دغه هېواد ته استول شوي دي. ویل کیږي چې دغه دیني عالمان د سعودي عربستان، ترکیې، پاکستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، چاد او ګانا هېوادونو دي.

له دې سره هممهاله، د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس د دغه پلاوي له لوري د طالبانو د دوه کلن کار د ستایلو خبره کړې ده. دغه خبري آژانس د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو له خولې ویلي، چې هغوی له داعش سره د طالبانو چلند «بې ساری او اغېزناک» بللی او له نړۍ یې غوښتي، چې د دغې ډلې په پرمختګونو باندې «اعتراف» وکړي. خو طالبانو تر اوسه د زغم او اعتدال او د ښځو د حقونو د مسألې په اړه چې د دغه پلاوي یو مهم ماموریت و، څه نه دي ویلي.

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی په داسې حال کې د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو د کړنو ستاینه کوي، چې په وروستۍ مورد کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش د بریدونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د دغې شورا غړو ټینګار کړی چې داعش د خپلو عملیاتو وړتیا لوړه کړې او اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تر ۲۰ ډېرې بېلابېلې ترهګرې ډلې فعالیت کوی. دغه راز واشنګټن پوسټ رپوټ ورکړی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغانستان د اسلامي دولت (داعش) لپاره د همغږۍ پر مهم مرکز بدل شوی دی.

په ورته وخت کې یو شمېر هېوادوال وايي، د اسلامي همکاریو سازمان په نړۍوال ډګر کې د یوه مهم اسلامي بنسټ په توګه باید په افغانستان کې پر نړۍوالو ارزښتونو، د عدالت پر ټينګښت او د بشري حقونو د پراخ نقض پر منځه وړلو تمرکز وکړي. د دوی په وینا، د دغه سازمان پلاوي د طالبانو یعنې هغې ډلې د سپينولو هڅه کوي چې د انساني حقونو په پراخ نقض تورنه ده او ښځې یې له ټولنیز ډګره اېستلې دي.

دغه هېوادوال وايي چې د نړۍوالو او مرستندویو بنسټونو د راپورونو له مخې، افغانستان په خورا بد بشري وضعیت کې دی. د حبيب الله په نوم یو هېوادوال وايي، چې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دى. نوموړی زیاتوي چې د ډیری هېوادوالو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او خلک د بېکارۍ او لوږې له امله خپل کورونه لیلاموي او ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

د هېوادوالو په وينا، په داسې حالت کې اړينه ده، چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان پر طالبانو فشار راولي، چې له ځپلو، د واک له انحصار او افراطيته لاس واخلي، او په دې توګه خلک بېرته عادي ژوند ته راوګرځي. دغه هېوادوال ټینګار کوي چې اسلامي هېوادونه باید د خورا بې وزلۍ د له منځه وړلو او پر ښځو د سختو لګول شویو بندیزونو د لېرې کېدو لپاره  د طالبانو دا کړنې وغندي او د خلکو د غوښتنو تر څنګ ودرېږي. دوی د اسلامي همکاریو د سازمان له غړو غواړي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان نازک وضعیت دې اسلامي نړۍ ته اپوټه نه منعکسوي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په وروستي مورد کې ښځې او نجونې د طبي شورا او د عامې روغتیا د ماسټرۍ د ازموینې له پروګرامه اېستلي دي. دا مهال لسګونه ښځې چې په طبي برخه کې یې زده کړې کړې دي، تمه لري چې په علمي بنسټونو کې د تخصص پړاو ته لار ومومي، خو طالبانو په وار وار   تخصصي روغتیايي مرکزونو ته له لارموندنې محرومې کړې دي. طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر زده کړو او کار د بندیزونو د لګولو ترڅنګ، د ښځو پرضد تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي. د دغو فرمانونو له مخې، نجونې او ښځې له درېم ټولګي پورته زده کړو، کار، سفر، د خپلې خوښې وړ جامو له اغوستلو، تفریحي ځایونو، رستورانتونو او لوبغالو ته له تللو او د ملګرو ملتونو په ګډون په نړۍوالو ادارو کې له کار کولو منعه شوې دي.

له بلې خوا د اسلامي همکاریو سازمان په داسې حال کې د زغم او اسلامي اعتدال په پار له طالبانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی استولی چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې جعفري فقه هم له ښوونیز نصابه اېستلې او له رسمیته غورځولې ده. دې ډلې په افغانستان کې پر مذهبي ازادۍ په ځانګړې توګه د شیعه مذهبو پر مراسمو سخت بندیزونه لګولي دي. طالبانو د محرم په میاشت کې پر شیعه ویرکوونکو ډير بندیزونه ولګول او د دغې ډلې د جنګیالیو د ډزو په پایله کې څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر دې وړاندې په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ د څارنې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو کمیسیون ویلي وو، چې طالبانو په افغانستان کې مذهبي ازادي سخته محدوده کړې ده. پر دې سربېره، د بشري حقونو او پراختیا لپاره د اسیا فورم (FORUM-ASIA) د طالبانو له خوا په افغانستان کې د شیعه وګړو د سیستماتیک حذف او د هغوی د مذهبي ازادۍ د پراخ نقض په اړه سخته اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه بنسټ وايي، طالبانو د شیعه وګړو چې ډیری یې هزاره دي، پر مذهبي او عقیدتي ازادۍ بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو د سازمانونو د ګڼو راپورونو له مخې، په افغانستان کې بشري ناورین زیات شوی او بشري وضعیت خراب شوی دی. پر هیواد د طالبانو د واکمنۍ له دویمې کالیزې سره هممهاله، د افغان ویټنس ډلې په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې د طالبانو لخوا یې د بشري حقونو د سرغړونې ۳۳۲۹ قضیې ثبت کړي دي. د پخوانیو نظامیانو نیول او وژل، د اعتراض کوونکو نجونو او ښځو توقیفول او ځپل، د رسنیو ځپل او سانسورول، د مذهب پر ازادۍ او د ښځو پر حقونو د بندیز لګول هغه څه دي، چې طالبان پرې تورن شوي دي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ پېښې مستندې کړې دي. د دغه بنسټ د راپور له مخې، طالبان د پخوانیو امنیتی ځواکونو او پخوانیو حکومتی چارواکو د ناقانونه وژنو، خپلسرو نیونو، شکنجې او ناوړه چلند مسوول دي. له بلې خوا د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن او وېروونکی بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان تر دې وړاندې هم د روان میلادي کال په جولای میاشت کې افغانستان ته د علماوو یوه ډله استولې وه. دغو دیني عالمانو له طالبانو سره د ښځو د زده  کړو او کار د حق په ګډون د هغوی د حقونو په اړه خبرې وکړې، خو پایلې یې څرګنده نه شوه. دغه سازمان پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ۱۴۰۰ کال د کب په ۱۵مه خپل کاربېرته پېل کړ او دا مهال یې د افغانستان په ګډون ۵۷ اسلامي هېوادونه غړېتوب لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.