۸صبح، کابل: کابل کې د یوناما رییسې ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې باید د زدهکړو د دوام اجازه ولري.
افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي (یوناما) رییسې رزا اوتونبایوا دغه موضوع چهارشنبه د لړم پر څلورمه د کابل په شمال کې پروت کاپیسا ولایت ته په خپل سفر کې بیان کړې ده.
ټویټر کې د یوناما پاڼې ویلي، چې اغلې اوتونبایوا کاپیسا ته په سفر له ځایی طالب مسوولانو، دیني عالمانو او د ټولنې له مشرانو سره هم کتلي دي.
د یوناما رییسې کاپیسا ته د خپل سفر په څنډه کې د نجونو له یوه ښوونځي لیدنه کړې او له ښځینه ښوونکو سره په خبرو کې یې ویلي: «له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې باید د زدهکړو د دوام اجازه ولري.»
د یوناما د رییسې په توګه د رزا اوتونبایوا د کار له پیل وروسته دا د هغې دویم ولایتي سفر دی.
دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو څه د پاسه ۴۰۰ ورځې تېرېږي.