پاکستان کې د طبیعي ګاز له کمښت وروسته د دغه هېواد د انرژۍ وزیر ویلي، چې د ډبرو سکرو په کارولو سره به د برېښنا تولید څلور برابره زیات کړي.
دا خبره د پاکستان د انرژۍ وزیر خرم دستګیر خان سه شنبه د فبرورۍ پر ۱۴ له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې کړې ده.
د پاکستان د انرژۍ وزیر د څرګندونو پربنسټ، دغه هېواد غواړي د ډبرو سکرو په کارولو سره د برېښنا تولید له ۲.۳۱ میګاواټو څخه ۱۰ میګاواټو ته لوړ کړي.
د پاکستان د حکومت د کابینې دغه غړي ټینګار کړی، چې د اقتصادي کمزورتیا له امله به په راتلونکو لسو کلونو کې د ګاز د برېښنا په فابریکو کې پانګونه ونهکړي.
پر اوکراین د روسیې له برید وروسته په نړۍ کې د ګاز د بیو لوړېدو پاکستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
پاکستان دا مهال د خپلې برېښنا اړتیا دریمه برخه له طبیعي ګاز څخه پوره کوي.
په داسې حال کې، چې پاکستان د ډبرو سکرو په کارولو سره د بریښنا د تولید د زیاتوالي اعلان کړی، دغه هېواد په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له دغه هېواد څخه د ډبرو سکرو واردات په بې ساري ډول زیات کړي دي.