۸صبح، کابل: په پاکستان کې د درملو تولیدوونکو افغانستان ته د ۱۶۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د درملو له رالېږلو خبر ورکړی.
د پاکستان د درملو تولیدوونکو ټولنې (PPMA) د پنجشنبې په ورځ، د دسمبر په شپاړسمه نېټه، ویلي چې افغانستان ته یې د ۱۶۰ میلیونه کلدارو په ارزښت درمل ورکړي.
پاکستانیو رسنیو رپوټ ورکړی چې دا مرستې، ته په تېره میاشت اسلام آباد ته د طالبانو د چارسمبالي حکومت د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په سفر کې د غوښتنې په ځواب کې ورکړل شوې دي.
دغه درمل تېره ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارت کې په یوه رسمي مراسمو کې سردار احمد شکیب ته سپارل شوې دي.
تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت افغانانو ته له نقدي او غیر نقدي مرستو خبر ورکړی و او په وروستیو کې یې ۴۵ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته رالېږلي دي.




