په کندهار کې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پراخه کچه د درملو فابريکي جوړې شوي دي، خو د دې فابریکو مسوولان شکايت کوي چې د دوی توليد شوي درمل هېڅ بازار نه لري او په ښارونو کې ټول بهرني درملو پلورل کېږي. په دغه ولايت کې د څو محدودو درمل جوړونکو فابريکو ترڅنګ يوه بله لویه فابريکه څه موده مخکي فعاله شوې ده. د دغې فابريکي د فعالېدو پرمهال په کندهار کې د طالبانو سيمهیيزو مسولينو ډاډ څرګند کړی و چې له دې وروسته به د افغانستان په ښارونو کې د بهرنيو درملو پر ځای د کورنیو افغاني فابريکو جوړ شوي درمل کارول کېږي، خو د څو مياشتو په تېرېدو سره د درملو جوړونې فابريکو مسوولان وايي چې د پخوا په څېر اوس هم په ټول هېواد کې د افغاني فابريکو د توليد شویو درملو پر ځای بهرنې په ځانګړې توګه پاکستاني درمل کارول کېږي.
په کندهار ولايت کې د يوې خصوصي درمل جوړونکې فابريکې د بازار موندنې برخې مسوول احمد (مستعار نوم) وايي چې د فابريکې د فعاليتونو د پېل په لومړنيو وختونو کې کاروبار ښه و، خو په وينا يې اوس يې توليد شوي درمل بازار نه لري او وېره دا ده چې که وضعيت دا ډول دوام وکړي، راتلونکې کې به په کندهار کې د درمل جوړونې فابريکې له ګواښ سره مخ شي. هغه وايي چې له دې مخکې دوی دلته په افغانستان کې پانګونه وکړي، د طالبانو له خوا ورسره ژمنه شو وه چې افغانستان ته د بهرنیو درملو د راورېدو مخه به نيسي، خو په وینا یې دغې ډلې ورسره پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې او له امله يې د دوی د درملو پېر او پلور پیکه شوی دی.
هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «افغاني درمل که دلته په کندهار کې جوړېږي که په هرات کې د بهرنېو درملو په پرتله يې کیفیت ډير ښه دی. که د کومې ناروغۍ په درملنه کې بهرنې جوړ شوي درمل ۵۰ فيصده اغېزه کوي، افغاني درمل به ۱۰۰ سلنه اغيزه کوي. زموږ درمل ډير په قوي ډول جوړ شوي دي، خو په بازار کې ټول د بهرنیو هېوادونو درمل کارول کيږي. موږ پوره هڅه وکړه چې افغاني درمل بازارونو ته وړاندې کړو، خو نه يو توانيدلي ځکه څو اساسي ستونزې دي په سرحدونو کې افغانستان ته بهرنې درمل راځي، هلته کسان ورسره لاس لري او د پیسو په بدل کې بي کفيته درمل راپرېږدي. دلته چې کوم کسان تر بازار درمل رسوي هغوی ټول له بهرنېو کمپنيو سره لاس لري او زموږ پر ځای د بهرنېو فابريکو درمل تر بازاره رسوي.»
که څه هم د درملو جوړونې فابریکو مسوولان د خپلو درملو د کیفیت ډاډ ورکوي، خو درمل پلورنکي وایي چې د افغاني جوړ شویو درملو کیفیت ښه دی، خو قیمت یې لوړ دی. په کندهار ولایت کې د یوې شرکت مدیر چې د بېلابېلو درملو تولیدونکو فابریکو درمل بازار ته وړاندې کوي، وايي چې د بهرنیو درملو قیمت د افغاني درملو په پرتله کم دی. هغه زیاتوي چې د کښته قیمتونو له امله بهرنیو درملو د افغاني درملو بازار نیولی دی. نوموړي په دې اړه وویل: «زما ۱۰ کاله کېږي چې مختلفو سیمو ته درمل لېږدوم. زموږ افغاني درمل ډېر ښه کیفیت لري، د بهرنیو درملو په پرتله له هراړخه ښه دي، خو قیمتونه یې ډېر لوړ دي. د دې لپاره چې افغانې فابریکې د بهرنیو درملو ځای ونیسي، هغوی باید د بهرنیو درملو په څېر قیمتونه ټيټ کړي، او طالب مسوولانو ته په کار ده چې د هغو درملو مخه ونیسي چې کیفیت یې ټيټ وي او افغانستان ته واردېږي.»
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وايي، ټول هغه شرکتونه چې افغانستان ته درمل راوړي، له یو شمېر طالب چارواکو سره شخصي اړیکې لري، او دا مسوولان د پیسو په بدل کې بهرنیو بې کیفیتو درملو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته وارد شي.
ورته مهال، په بازارونو کې عام خلک بیا شکایت کوي چې ورځ تر بلې د بازارونو په کچه د باکیفیته درملو مقدار کمېږي او زیاتوي چې د ټولو درملو په اړه د خلکو باور له منځه تللی دی. (عزیزګل) مستعار نوم د کندهار یو اوسېدونکی خپلې تجربې له ۸صبح ورځپاڼې سره شریکوي او وایي چې د درملو کیفیت د کموالي ترڅنګ، په ښار کې د ټولو درملو قیمتونه هم بې نظمۍ سره لوړېږي او راټیټیږي. هغه زیاتوي: «د یوې عادي ناروغۍ درملنه هم په بازار کې شته درملو سره نه کېږي.»
نوموړی غوښتنه کوي چې ښار ته باید باکیفیته درمل راوړل شي، او په خبره یې که د باکیفیته درملو قیمت لوړ هم وي، دوی چمتو دي چې ویې پېرې. دی وايي: «له مونږ څخه لاره ورکه ده، نه پوهېږو چې کوم درمل واخلو. ټوله ښار بې کیفیته درملو نیولی. د یوې عادي ناروغۍ درملنه هم په اوسنيو درملو نه کېږي. که بازار کې په لوړ کیفیت درمل موجود وي، هېڅوک بیا بې کیفیت درمل نه اخلي. قیمت باید لوړ وي، خو که د ناروغۍ درملنه پرې وشي، دا زموږ لپاره ستره خبره ده.»
دا په داسې حال کې ده چې له ډېر کلونو راهیسې د هېواد په د بازارونو کې بې کیفیت درمل موجود دي کومه نوې خبره نه ده چې ولس یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی. هېوادوال ځيني هېوادونه او کمپنۍ د بې کیفیته درملو پر جوړونې تورنوي او له حاکم رژیم غوښتنه کوي چې هېواد ته د دې درملو د واردولو مخنیوی وکړي. ورته مهال، هېوادوال د بې کیفیته درملو په هکله د عامه پوهاوي غوښتنه کوي.




