د پاکستان پولیسو یو افغان خبریال نیولی دی

۸صبح، کابل: سرچینې د پاکستاني پولیسو له خوا د یوه افغان خبریال د نیولو خبر ورکوي.

سرچینې شنبه د مرغومي پر اوولسمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه خبریال اسدالله سلطاني نومېږي او څو ورځې کيږي، چې د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د سرچینو په وینا سلطاني حیدراباد ښار کې د پاکستاني پولیسو د پلټنې په تمځای کې نیول شوی دی.

تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه خبریال په څه تور زنداني شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو د یووالي ټولنې په یوه لیک کې د پاکستان پولیسو ته ویلي، چې اسدالله سلطاني دوه کاله د دغه بنسټ انځور اخیستونکی و.

دغه بنسټ د پاکستان له پولیسو غوښتي، چې سلطاني خوشی کړی.

له دې مخکې هم د پاکستان پولیس د افغان پناه‌غوښتونکو پر نیولو تورن شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button