په پاکستان کې د واکمنانو تغییر او بدلون په دغه هېواد کې یوه لویه سیاسي ننګونه بلل شوې ده، داسې چې د پاکستان په تاریخ کې ټول لومړي وزیران په نظامي کودتا له واکه ګوښه کړای شوي دي یا د پارلمان د منحل کېدو له کبله له واکه ګوښه شوي دي. د پاکستان لومړي وزیران کله کله د محکمې له خوا کورناستي شوي هم دي. په وروستي مورد کې عمران خان د نه باور له رایې سره مخامخ شو، چې د دغه هېواد په تاریخ کې یې مخینه نه درلوده. واک ته د خان په رسېدو سره تصور دا و، چې هغه د پوځ په مرسته واک ته رسېدلی او د لومړي وزیرانو د ګوښه کېدو کوډې به ماتې کړای شي او قانوني دوره به پوره کړي؛ خو دا باور هم سم را ونه خوت او له درېیو کالو او اوو میاشتو وروسته د نه باور په رایې له واکه ګوښه شو.
پاکستان د سیمې اغېزناک او مهم لوبغاړی دی، چې په طبیعي توګه په دغه هېواد کې تحول په افغانستان کې د لویو ځواکونو پر لیدلوري اغېز کوي. که څه هم پاکستانی پوځ د دغه هېواد کورنی او دفاعي سنتي سیاست په واک کې لري او اساسي تغییر به رامنځته نه شي؛ خو سیاسي مشرانو او ملکي حکومتونو د دغه هېواد پر لیدلوري زیات اغېز کړی دی. په ځانګړې توګه په داسې وضعیت کې چې دا هېواد په سیمه او نړیواله کچه د طالبانو یو لوی ملاتړی هېواد دی. هر ډول ثبات په هېواد کې په افغانستان کې د قدرتونو پر لیدلوري اغېز کولای شي. لکه څنګه چې قریشي او عمران خان په سیمه او نړۍ کې د طالبانو د دریځ په غښتلي کولو کې رول لاره، د اسلام اباد راروان واکمنان هم کولای شي، د دغه لیدلوري په اوښتون کې رول ولري.
چین
عمران خان له چین سره د اړیکو د پیاوړو کولو لپاره تر ټولو لوی پلوی و. له دغه هېواد سره يې د اړیکو د غښتلتیا لپاره ټوله هڅه وکړه. له پاکستان سره د امریکا د اړیکو له سړوالي وروسته، له چین سره يې د اړیکو په پیاوړي کولو سره واشنګټن ته وښووله، چې دا هېواد د واشنګټن مرستو ته دومره اړمن نه دی. له دې لارې يې غوښتل د امریکا توجه جلب کړي، دغې چارې تر یوې حده امریکا اندېښمنه کړه.
ویل کېږي، چې چین تمه لري په اوږدمهال کې پاکستان د خپلې انرژۍ د پوره کولو لپاره د ځمکني مسیر په توګه وکاروي. له همدې کبله په ۲۰۱۵ کې يې د ۴۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ګوادر بلوچستان تر سینکیانګ پورې د رېل پټلۍ او د ګازو نللیکې په جوړولو کار پيل کړ. د چین او پاکستان اقتصادي کوریډور چې د دغه هېوادونو ګاونډیان سره نښلوي، هم د همدغو توافقاتو پر اساس شوی دی.
عمران خان د چین د پانګونې لپاره تر ټولو زیاته هڅه وکړه او لیدل کېږي، چې دوه ګوندونه او ښايي په واک کې دواړه ګډون هم ولري، ځکه شهباز شریف د پاکستان اوسنی لومړی وزیر له پخوا څخه له چین سره ښه روابط لرل. له طالبانو سره د چین د اړیکو اړتیا، د پاکستان نوي حکومت ته د چین ضرورت زیاتوي. له همدې کبله، ویلی شو، چې په پاکستان کې سیاسي بدلون، د چین په شان د اقتصادي ځواک لیدلوری بدلوي.
هند
هند او پاکستان دواړه چې په اټومي وسلو سمبال دي، د پاکستان له جوړېدو راهیسې يې درې جګړې سره کړې دي او تر اوسه د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ښې اړیکې نه دي جوړې شوې. له بلې خوا، له هند سره ضدیت د پاکستان د بهرني او امنیتي سیاست محور جوړوي. یو مشهوره خبره مې په یوه کتاب کې لوستې وه: «هند او پاکستان پر یوې مسالې سره همغږي دي، چې هېڅ یو د یوه او بل د لیدو حوصله نه لري.»
دا دواړه هېوادونه له کلونو راهیسې په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې ته ادامه ورکوي، په ځانګړې توګه، اوس چې په افغانستان کې د هند حضور په شدت سره کمزوری دی. تر هغو پورې چې خان د پاکستان چارې پر مخ بیولې، د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ رسمي او ډیپلوماتیکې خبرې نه دي شوې. هندی سیاسي مفسر کاران تاپار چې د پاکستان او هند اړیکي څارې، ویلي چې پاکستان پوځ د اسلام اباد پر نوي حکومت فشار راوړلی شي، چې له لارې يې د هند په کشمیر کې اوربند پيل شي. د پاکستان د پوځ رییس قمر باجوه په اسلام اباد کې امنیتي ناستې ته ویلي، چې دغه هېواد به هممهاله د پوځ له مډرن کولو او جیواکنومیک وضعیت سره سره له هند سره په کشمیر کې د اوربند په اړه خبرې وکړي.خو هند د نواز شریف کورنۍ درې پړاوه لومړي وزارتونه تجربه کړي دي، چې د شریف کورنۍ ته د واک لېږد به تر عمران خانه ورته څو برابره ګران او سخت وي او په افغانستان کې د دوی د نیابتي جګړې په برخه کې به هېڅ تحول رانه شي.
امریکا
د پاکستان او امریکا روابط لوړتیا او ځوړتیا لرله، د شوروي پر ضد له پاکستان سره له دوستۍ نیولې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر ګواښ پورې. د سپټمبر له یوولسمې څخه یوه ورځ وروسته، امریکا له تروریزم سره په مبارزه کې د پاکستان ګډون وغوښت. دا وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کالین پاول ته منسوبه ده، چې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف ته یې ویلي و: «تاسې له موږ سره يئ یا د موږ پر خلاف.» له هغې وروسته پاکستان په غیرمستقیمه توګه په افغان خاوره کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه پيل کړل؛ خو ظاهراً يې محکومول. له بلې خوا، د امریکا ولسمشر جو بایډن چې کله د امریکا د ولسمشرۍ ریاست مرستیال و، ویلي و چې پاکستان ۵۰ ځلې د افغانستان په نسبت امریکا ته ارزښتناک دی او په دغه هېواد کې د واکمنانو تغییر به د پاکستان په اړه د امریکا سیاست هم بدل کړي. ویل کېږي، چې مسکو ته د خان سفر، پر اوکراین د روسیې د برید پر لومړۍ ورځ، د دغو دواړو هېوادونو په اړیکو کې ناورین بلل شوی دی. اوس امریکا هیله لري، چې په پاکستان کې به د نوي حکومت په راتګ سره، د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې ښې شي.
طالبان د بشري بحران تر څنګ، له بېلابېلو ډلو سره چې په راس کې يې د مقاومت جبهه ده، مخامخ دي. د نقدو پيسو کموالی، نړیواله انزوا، اقتصادي بحران او د افغانستان د ارزي شتمنیو تړل کېدل، دا ډله له ترینګلي حالت سره مخ کړې او له پاکستان سره به خپل تړښت لا زیات پراخ کړي. که څه هم له چین او روسیې سره په اوږدمهال کې د دغې ډلې د اړیکو د ښه والي پرځای، خړې کېدای هم شي.
امریکا چې پخوا يې پاکستان ته له طالبانو سره د اړیکو لپاره د یوې ارتباطي مرجع په توګه ضرورت لاره، اوس دا رول قطر لوبوي. چین او روسیه هم په مستقیمه توګه له طالبانو سره اړیکه لري؛ خو د پاکستان نوی حکومت او پوځ به خپله ټوله هڅه وکړي، چې په نړیوالو ناستو کې د طالبانو په استازیتوب وغږېږي او په هره ممکنه لار پر طالبانو واک ولري.