د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د خپلو کورونو د جوړولو لپاره د جواز ترلاسه کولو په موخه اړ دي چې میاشتې میاشتې د طالبانو په ښاروالۍ کې سرګردانه تېرې کړي. دوی زیاتوي، د اداري چارو اوږده بهیر او د بډو غوښتنه په دغه ولایت کې د ودانیزو چارو پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
د هغوی خبره، د اداري پړاوونو د بشپړولو لپاره په میاشتو انتظار باسي او د خپلو کارونو د پرمخ وړلو لپاره اړ کېږي چې پیسې ورکړي. دغه اوسېدونکي زیاتوي چې د طالبانو ښاروالۍ د اسانتیاوو د برابرولو پر ځای د ودانیزو چارو پر وړاندې ګڼ خنډونه جوړ کړي او خلک یې اړ کړي چې د یوه جواز د ترلاسه کولو لپاره په میاشتو انتظار وباسي. ورته مهال په سړکونو او کوڅو کې د ودانیزو توکو د اېښودلو د څارنې نشتون هم د خلکو تګ راتګ ستونزمن کړی او د ماشومانو د خوندیتوب او په ښار کې د ښاري خدمتونو د کیفیت په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.
د طالبانو ښاروالۍ تېره میاشت د ودانیزو چارو جواز د ترلاسه کولو لپاره د «امرخشتي» تر سرلیک لاندې لس پړاوه لرونکی لارښود خپور کړی و. په دغه لارښود کې د یادو لسو پړاوونو په اړه لنډ معلومات وړاندې شوې دي.
خو د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په عمل کې د ودانیزو چارو جواز ترلاسه کول له اوږده ځنډ، اداري خنډونو او ګڼو ستونزو سره مل دي. د دوی په وینا، دغه جواز یوازې درې میاشتې اعتبار لري او که په دې موده کې ودانیز کارونه بشپړ نه شي، باید د غځولو لپاره یې بیا غوښتنه وکړي؛ هغه څه چې د ودانیزو چارو بهیر لا ستونزمنوي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی حاجي نجیبالله وايي چې د خپل کور د ودانولو لپاره د جواز ترلاسه کولو په بهیر کې یې یوازې د طالبانو د کرنې ریاست ته د مراجعې او د دغه ریاست د نظر اخیستلو لپاره دوه میاشتې وخت تېر کړی دی.
د کندهار دغه اوسېدونکی وايي: «طالبان په ښاروالۍ کې راته وايي چې د جواز د ترلاسه کولو ټول بهیر یوه میاشت وخت نیسي؛ خو ما یوازې د کرنې ریاست د نظر اخیستلو لپاره دوه میاشتې تېرې کړې. یوازې یو زرو ۴۰۰ افغانۍ د موټر د پارکینګ لګښت راباندې راغلی. اوس تاسې خپله فکر وکړئ چې دا خنډونه دي که اسانتیاوې؟»
د کندهار ښار د اوومې ناحیې یو اوسېدونکی ګلمحمد (مستعار نوم) وايي چې د ودانیزو چارو جواز د ترلاسه کولو په بهیر کې له خلکو په بېلابېلو پلمو بډې هم غوښتل کېږي. هغه ټینګار کوي چې د خپلې ځمکې په اړه د نظر اخیستلو لپاره د طالبانو د کرنې ریاست ته ورپېژندل شوی و؛ خو له درېیو اوونیو انتظار وروسته، د دغه ریاست یوه غړي د ۱۴ زرو افغانیو بډو په بدل کې د ځمکې په اړه د دې ادارې نظر ورته لیکلی دی.
د کندهار دغه اوسېدونکي زیاتوي: «که مې دا پیسې نه وای ورکړې، د همدې ځمکې د ۴۰ کلنو د شرعي قبالې غوښتنه به یې رانه کړې وای. که پیسې ورنه کړې، ان یو سلنه کار دې هم پرمخ نه ځي.»
د کندهار یو شمېر نور اوسېدونکي هم د ودانیزو چارو جواز د ترلاسه کولو د بهیر له پېچلتیا څخه اندېښنه څرګندوي او وايي، دغه بهیر د هغو کسانو لپاره لویه ستونزه راولاړه کړې چې کافي زدهکړې نه لري او له اداري چارو سره هم بلد نه دي.
د کندهار ښار د نهمې ناحیې یو اوسېدونکی جمعهګل وايي چې د یو څه زده کړو په لرلو او اداري چارو له پېژندنې سره سره، د ودانیزو چارو جواز د ترلاسه کولو په بهیر کې دومره ستړی شوی چې اوس د دغه بهیر له پیلولو پښېمانه دی.
د کندهار دغه اوسېدونکي وايي: «زه چې یو څه سواد لرم او لږ تر لږه د ادارو نومونه پېژنم، بیا هم د ودانیزو چارو جواز د ترلاسه کولو له بهیره ډېر ستړی شوی یم. هغه کسان چې کافي زده کړي نه لري، څه به کوي؟ څنګه امکان لري چې یو څوک په یوه میاشت کې د ودانیزو چارو جواز ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې هر پړاو یې له خنډونو ډک دی؟»
جمعهګل زیاتوي چې د کندهار په ښاروالۍ کې د طالبانو یو شمېر مسوولان د واسطو او پیسو په بدل کې د خلکو کارونه پرمخ وړي. د هغه په وینا، خلک په دې برخه کې د اسانتیاوو پر ځای له درنو لګښتونو او اوږدو اداري پړاوونو سره مخ دي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د طالبانو ښاروالۍ د اداري خنډونو په رامنځته کولو، بډو اخیستلو او نه پاملرنې تورنوي. دوی وايي، ان د طالبانو د یوه ځايي چارواکي د لاسلیک د ترلاسه کولو لپاره هم اړ دي چې څو اوونۍ انتظار وباسي.
د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی امین وايي چې اوس یې درېیمه میاشت ده چې د ودانیزو چارو جواز د ترلاسه کولو هڅه کوي؛ خو تر اوسه یې یوازې پنځه اداري پړاوونه بشپړ کړي دي.
د کندهار دا اوسېدونکی زیاتوي: «ښاروالۍ باید ټول پړاوونه په یوه ځای کې بشپړ کړي. په درېیو میاشتو کې مې کارونه یوازې پنځم پړاو ته رسېدلي دي. دومره یې ستړی کړی یم چې اوس مې د پاتې پړاوونو اړوند اسناد خپل ورور ته سپارلي، څو هغه یې بشپړ کړي. هغه هم له درېیو اوونیو راهیسې د یوه رییس د لاسلیک په تمه دی. یوه ورځ وايي ملا صاحب په غونډه کې دی، بله ورځ وايي ساحې ته تللی او کله بیا بله پلمه کوي. دا په رښتیا هم لویه سرګرداني ده؛ نه کار پرمخ ځي او نه کوم خدمات وړاندې کېږي.»
دا شکایتونه په داسې حال کې راپورته کېږي چې تېر کال د طالبانو د ریاستالوزرا دفتر یو رسمي مکتوب خپور کړی چې له مخې یې د کندهار په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د ودانیزو چارو د پیل لپاره ځانګړي شرایط ټاکل شوي و.
په کوڅو او سړکونو کې د ودانیزو توکو اېښودل
د کندهار اوسېدونکي د ودانیز چارو جواز د ترلاسه کولو د ستونزو سربېره، په سړکونو او کوڅو کې د ودانیزو توکو له اېښودلو هم شکایت کوي. د دوی په وینا، په عامه لارو کې د خښتو، سیخ ګول، ګاډر، سمنټو، رېګ او نورو ودانیزو توکو اېښودل د خلکو تګ راتګ ستونزمن کړی او ماشومان یې هم له خطر سره مخ کړې دي.
د کندهار ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی عبدالصبور وايي چې د ودانیزو فعالیتونو له زیاتېدو سره ګڼو کسانو خپل ودانیز توکي په سړکونو او کوڅو کې اېښي چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کندهار دا اوسېدونکی زیاتوي: «په ښار کې ډېرو خلکو خپل ودانیز توکي په سړکونو او کوڅو کې اېښي دي. زموږ تګ راتګ ستونزمن شوی، ماشومان مو له خطر سره مخ دي او لارې بندېږي. د ودانیزو چارو مسوولان یوازې خپلو کارونو ته پام کوي او د ګاونډیانو ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.»
په سړکونو او کوڅو کې د ودانیزو توکو د غیر مناسب اېښودلو ترڅنګ، د ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغو توکو د لېږدونکو موټرو چلوونکي هم د بېاحتیاطۍ له امله د تګ راتګ د ستونزو په رامنځته کولو تورنوي.
د دوی په خبره، دغه چلوونکي کله ناکله په سړکونو او تنګو کوڅو کې په لوړ سرعت موټر چلوي او د ودانیزو توکو د ښکته کولو پر مهال د تګ راتګ لارې خلاصې ساتلو ته پاملرنه نه کوي.
د کندهار ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د ودانیزو چارو او ښاري خدمتونو له ستونزو شکایت کوي چې هېواد ته د کډوالو بېرته ستنېدو او په لویو ښارونو کې د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو مېشتېدو د استوګنې او ښاري خدمتونو اړتیاوې زیاتې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) هم په افغانستان کې د غیررسمي مېشتځایونو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه بنسټ د ارزونو له مخې، په دغو سیمو کې د ښاري خدمتونو برابرول له ستونزو سره مخ دي او د کافي پانګونې نشتوالي د افغانستان په ښارونو کې د اسانتیاوو او ښاري خدمتونو د پراختیا پر وړاندې یو مهم خنډ ګڼل کېږي.





