۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره رباب فاطمه کابل ته رسېدلې ده.
دغه سازمان يکشنبه د تلې پر ۲۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن فاطمې په رسمي توګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه خپل کار پیل کړی دی.
فاطمه په ډیپلوماسۍ، ملکي خدمتونو، د پالیسیو جوړولو او د ملي او نړیوالو پروګرامونو د طرحې او پلي کولو په برخو کې تر ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۱۵مه نوموړې د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه ټاکلې وه.





