د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د سرو زرو یو شمېر کان کیندونکي د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست له لوري د خپلو کارونو له درېدو شکایت کوي. دوی وايي چې طالبانو د جواز د نشتوالي په پلمه د هغوی کارونه درولي او د کار وسایل او ماشینالات یې ترې ټول کړي دي؛ خو تر اوسه یې د جواز ورکولو لپاره کومه څرګنده لارښوونه نه ده وړاندې کړې. دا کان کیندونکي زیاتوي چې د سرو زرو د ایستلو کار یې د طالبانو د ادارې په همغږۍ پیل کړی و؛ خو له یوې میاشتې کار وروسته یې فعالیت ودرول شو او طالبانو ترې غوښتي چې یوازې په ساده وسایلو لکه بیل او کلنګ کار ته دوام ورکړي. دوی ټینګار کوي چې په ساده وسایلو کار کول نه یوازې ستونزمن او لږ عاید ورکوونکي دي، بلکې کارګرانو ته ځاني زیانونه هم اړولای شي. د هغوی په وینا، د کانونو د کارونو درېدو په دې کار پورې تړلې لسګونه کورنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي. دغه کان کیندونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالبانو غواړي چې د قانوني جوازونو ورکول پیل کړي، څو وکړای شي خپل کارونه د قانون په اډانه کې بېرته پيل کړي.
د پریان ولسوالۍ یو کان کیندونکی جاوېد (مستعار نوم) وايي چې طالبانو د هغوی کار له څلورو میاشتو راهیسې د استخراج د جواز د نشتوالي په پلمه درولی دی. هغه زیاتوي چې د دې مودې له تېرېدو سره سره، لا هم کان کیندونکو ته د قانوني جوازونو د ورکړې لپاره کومه مشخصه کړنلاره نه ده اعلان شوې. د جاوېد په وینا، د طالبانو ځواکونو د کان کیندونکو د کار پر درولو سربېره، د هغوی لومړني وسایل هم ټول کړي او د سرو زرو د وینځلو د ماشینونو د کارولو اجازه نه ورکوي.
دا کان کیندونکی وايي: «د کار له درېدو وروسته د جواز ترلاسه کولو لپاره ورغلو؛ خو یوازې دا راته ویل کېږي چې د جواز ورکول تر بلې خبرتیا پورې بند دي. په دې برخه کې بل هېڅ وضاحت یا لاره چاره نه وړاندې کېږي. په ټولیز ډول نه د کار د دوام اجازه ورکول کېږي او نه د جواز ورکولو لپاره کوم پروګرام شته؛ خلک یې له بې برخلیکه حالت سره مخ کړي دی.»
د جاوېد له نظره د دې وضعیت دوام د پریان ولسوالۍ ډېری کورنۍ د دوی له یوازېنۍ عایداتي سرچینې بېبرخې کړې دي. هغه له طالبانو غواړي چې د قانوني جوازونو ورکول ژر تر ژره پیل کړي، څو کان کیندونکي وکړای شي په خپلو شخصي ځمکو کې له شته کانونو ګټه واخلي او د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونه پوره کړي.
دا ځوان زیاتوي: «د سرو زرو کانونو د پریان غریبو خلکو ته هیله ورکړې وه او د روزګار زمینه یې ورته برابره کړې وه؛ خو څلور میاشتې کېږي چې د طالبانو له خوا داسې کړنلاره نه ده اعلان شوې چې کارګران وکړای شي جواز واخلي او خپل کار پیل کړي. په دې موده کې کارګران د اړینو امکاناتو د نشتوالي، د ډبرو د راښویېدو له خطر، د پنجشېر سيند د اوبو د جریان او د طالبانو له خوا د هغوی د کاري وسایلو د ټولولو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. د دې حالت دوام د کار خطرونه زیات کړي او د کارګرانو ژوند ګواښي.»
په پنجشېر کې بل کان کیندونکی شکور (مستعار نوم) وايي چې دوی د سرو زرو ایستل د طالبانو په همغږۍ پیل کړې وو؛ خو له یوې میاشتې کار وروسته یې فعالیت د دې ډلې له خوا ودرول شو. هغه زیاتوي چې طالبانو د هغوی وسایل او تجهیزات ټول کړي او له کان کیندونکو یې غوښتي چې یوازې په ساده وسایلو لکه بیل او کلنګ کار وکړي.
شکور وايي: «د وري میاشتې له پیله مو د کان کار پیل کړ او د طالبانو په همغږۍ مو وسایل واخیستل. یوه میاشت مو کار وکړ؛ خو طالبانو کار ودراوه او نور یې د فعالیت اجازه را نه کړه. د کار د درولو لامل د جواز اخیستل وښودل شول؛ خو تر اوسه کان کیندونکو ته جواز نه دی ورکړل شوی او زموږ وسایل هم له کانونو راټول شوي دي. څارونکې ډلې هره ورځ له کانونو لیدنه کوي او که څوک د کار په حال کې وګوري، ولسوالۍ ته یې بیايي. خلکو ته یې ویلي چې یوازې په بیل او کلنګ کار وکړئ او د نورو وسایلو د کارولو اجازه نه لرئ.»
دا کان کیندونکی زیاتوي: «بې له وسایلو د کار امکان نشته. یوازې بیل او کلنګ بسنه نه کوي؛ د سرو زرو د وینځلو ماشین هم پکار دی، خو د کارولو اجازه یې نه ورکول کېږي. کله چې کار نه وي، عاید هم نشته او مالیه هم نه ورکول کېږي. په ساده وسایلو کار کول خورا ستونزمن دي او د خاورو او ډبرو د راښویېدو راخطر د کارګرانو ژوند ګواښي.»
په پنجشېر کې د کانونو د ایستلو د جواز نه ورکولو په تړاو دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی و چې د ۶۶ ډول کانونو د ایستلو لپاره یې جوازونه ورکړي دي.
د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، شاوخوا ۱۵ زره کسان چې ډېری یې ځوانان دي، د کانونو د ایستلو په برخه کې پر کار بوخت دي او شاوخوا ۴۰ سلنه یې هره میاشت له ۶ تر ۱۰ زرو افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي.
له دې سره هممهاله، یو ځل بیا په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د کانونو د ایستلو پر سر د طالبانو او سیمه ییزو اوسېدونکو ترمنځ اختلافونه راپیدا شوي دي. طالبان هڅه کوي چې د دغو کانونو د ایستلو پر بهیر زیات کنټرول ولري؛ خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي له دې کار سره مخالفت کوي او وايي چې دا سرچینې د سیمې د خلکو حق دی. دوی طالبان تورنوي چې د کانونو د نیولو او انحصاري ګټې اخیستنې په هڅه کې دي.





