• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

څلورمه برخه – له وېرې سره ملې زده‌کړې

بهنیا بهنیا
۲۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794413002]
Pexels + Zalfa Mohammadi

Pexels + Zalfa Mohammadi

نهه میاشتې په سخت او محدود چاپېریال کې د زده‌کړو دوام ستونزمنه تجربه وه؛ داسې چاپېریال چې په کې مو لاسونه له هرې خوا تړل شوي او یوازېنی کار چې له راڅخه کېده، د استادانو تحمیلي لکچرونو ته غوږ نیول و. هره ورځ به پر محصلانو د تازه تبعیضي مقرراتو په بڼه نوي قوانین تپل کېدل. درسي مهالوېش بدل شوی او د ثقافت مضمون کریډيټونه د نورو مضمونونو پرتله څو برابره زیات شوي و. موږ مجبوره و له غیرحاضرۍ پرته په ټولګیو کې ګډون وکړو او ساعتونه ساعتونه هغو مطالبو ته غوږ ونیسو چې له غوښتنو او باورونو سره مو سمون نه لاره. استادانو هم په احتیاط او د روان وضعیت پر وړاندې له هر ډول مخالفت پرته، د وېرې او فشار لاندې تدریس ته دوام ورکاوه او محصلان هم اړ و دا تپل شوی درسي چاپېریال ومني. چا د مخالفت یا د خپل لیدلوري د ازاد بیانولو حق نه لاره او هڅه کېده چې د خبرو چاپېریال ورځ تر بلې محدود پاتې شي او یوازې د استادانو لکچرونه وي.

د واکمن وضعیت په اړه هر ډول پوښتنه او نیوکه بنده وه او محصلان او استادان مجبوره وه چې په تپل شوې چوپتیا کې هغو شرایطو ته غاړه کېږدي چې له ټولو یې د ساه اخیستو فرصت هم اخیستی و. هغه درسونه چې مخکې د محصل‌محورې تګلارې پر بنسټ وړاندې کېدل، پر پوهنتون د طالبانو له واکمنۍ وروسته، یوازې د استادانو تر لکچرونو محدود شول؛ داسې چې د هر ټولګي پیل او پای یې ټاکه. محصلان به د ساعتونو ساعتونو ساه‌تنګوونکي چاپېریال له زغملو وروسته په ستړي ذهن له پوهنتونه وتل.

محدودیتونو یوازې د زده‌کړو پر بهیر او د محصلانو پر فعال او انتقادي حضور سیوری نه و غوړولی، بلکې طالبانو د دې لپاره چې د پوهنتون له چاپېریاله د معلوماتو د خپرېدو او د هغه څه د افشا کېدو مخه ونیسي چې هلته روان و، پر ښځینه محصلانو یې د ځيرکو مبایلونو کارول بند کړي و. که به کومې محصلې ځيرک مبایل لاره، ناوړه چلند به ورسره کېده، مبایل به یې ضبط کېده او له سپکوونکي چلند سره به مخ کېده. په داسې وضعیت کې له محصلانو ان د پوهنتون په چاپېریال کې د روانو پېښو د ثبتولو او له نورو سره یې د شریکولو شونتیا هم اخیستل شوې وه او هر څه د څار، وېرې او جبري چوپتیا تر سیوري لاندې و.

د پوهنتون عمومي کتابتون چې یو وخت محصلانو ته ارام او مناسب ځای و؛ هلته چې نجونې او هلکان به د درسي پروژو د ترسراوي، معلوماتو راټولولو او کتاب لوستلو لپاره ورتلل، اوس له شور او ولولو ډک چاپېریال نښه پکې نه وه پاتې. تر ټولو خواشینوونکې پېښه دا وه چې له هغو الماریو کتابونه راټول شول چې کلونه کلونه یې د ګڼو لیکوالانو تاریخ او ګډه حافظه په غېږ کې ساتلې وه. د طالبانو په امر، هغه کتابونه چې له لیدلوري سره یې سمون نه لاره، له الماریو لرې او پر ځای یې دیني کتابونه کېښودل شول.

محصلان پر دغو ناڅاپي او غرضي بدلونونو حیران و. داسې لکه له هغه خوځنده چاپېریاله چې څه ورک شوي: هیله، راتلونکې او هڅه؛ درې بنسټیز عناصر چې د یوه محصل هویت جوړوي او د پرمختګ لپاره یې لار هواروي. خو د پوهنتون له بیا پرانیستل کېدو وروسته، د دغو عناصرو هېڅ نښه نه لیدل کېده؛ ځکه په داسې تړلي او دیکتاتورانه چاپېریال کې چې زده‌کړې پر وېرې ولاړې وې، محصلان مجبوره و چې د تحصیلي سند د ترلاسي لپاره شته شرایط ومني او له سختو محدودوونکو قوانینو اطاعت وکړي.

په دغه چاپېریال کې بیا تر ډېره د نجونو پر جامو او حجاب ټینګار کېده؛ نه پر درس، نه پر وړتیا او نه هم پر زده‌کړو. که به کومې محصلې د طالبانو په خوښه حجاب نه و په تن کړی یا به یې رنګه جامې اغوستې وې، په درسي ټولګي کې یې د ګډون اجازه نه لرله او بېرته به ګرځول کېده. موږ هر یوه د خپل حجاب له امله د ناوړه چلند ترخې خاطرې لرو؛ سپکاوی، تحقیر، له ټولګي ایستل او ان د تحصیلي سند له ترلاسه کولو محرومیت. ځینې محصلانې یوازې د دې لپاره له زده‌کړو پاتې شوې چې پر حجابونو یې څو رنګه خالونه و. ځینې نورې بیا د خپل لباس په اړه د مقاومت او استدلال له امله له سپکاوي سره مخ شوې او پر مخ یې څپېړې وخوړې. دا یوازې د هغو زرګونو محصلانو څو بېلګې دي چې د حجاب له امله له سپکاوي، تحقیر او وهلو ټکولو سره مخ شوې دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پوهنتون کې نږدې نهه میاشتې زده‌کړې سخته، ترخه او خواشینوونکې تجربه وه. پوهنتون پر داسې ځای بدل شوی و چې وېرې د ازادۍ، اطاعت د پوښتنې او محدودیتونو د زده‌کړو ځای نیولی و. دغو محدودیتونو ورو ورو د محصلانو غوسه راپاروله او د واکمنې ډلې پر وړاندې یې د ګډ اعتراض احساس پیاوړی کاوه؛ داسې چې په پای کې یې د اعتراض بڼه خپله کړه او د محصلانو له منځه یې قرباني واخیسته.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځو ترمنځ پر پیوستون ټینګار کړی

۲۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794410762]
په تخار کې یو ځوان وژل شوی
خبرونه

په تخار کې یو ځوان وژل شوی

۲۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794410356]
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: د امیندوارۍ پرمهال روغتیايي پاملرنه د مور او نوي زېږېدلي ماشوم روغتیا تضمینوي
ټولنه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: د امیندوارۍ پرمهال روغتیايي پاملرنه د مور او نوي زېږېدلي ماشوم روغتیا تضمینوي

۲۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794406170]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.