۸صبح، تخار: په تخار کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې یو ورزشکار ځوان وژل شوی دی.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲۰مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا ځوان پرون په رستاق ولسوالۍ کې یو ځوان په چړې وهل شوی دی.
د سرچینو په خبره، دا ځوان عنایتالله نومېده او د تخار د کاراټې ټيم غړی و.
سرچینو زیاته کړې چې عنایتالله کور ته پر لاره د رستاق ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته نږدې د دوو کسانو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هدفي وژنو، غلاوو او نورو جنايي پېښو ګراف لوړ شوی دی.






