۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي چې د امیندوارو ښځو لپاره مسلکي روغتیايي خدمات، له زېږون مخکې پاملرنه او روزل شوې قابلې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا په خوندیتوب کې مهمه ونډه لري.
دغه سازمان چهارشنبه د لړم پر ۲۰مه په یوه راپور کې ویلي چې د امیندوارۍ پر مهال منظمه روغتیايي پاملرنه، د احتمالي خطرونو پر وخت پېژندلو او د زېږون پر مهال د اختلاطاتو په مخنیوي کې مرسته کوي.
د راپور له مخې، امیندواره ښځې په روغتیايي مرکزونو کې د معایناتو، واکسینونو، غذایي مکملونو او د مناسبې تغذیې او زېږون لپاره د چمتووالي په اړه مشورو ته لاسرسی لري.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د امیندوارو ښځو لپاره د امیندوارۍ پر مهال د خطرناکو نښو پېژندلو، د نوي زېږېدلي ماشوم د پالنې، د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې او د روغتیايي خوندیتوب په اړه پوهاوی ورکول، د میندو د روغتیايي خدماتو مهمې برخې دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، مسلکي قابلې د امیندوارو ښځو د روغتیايي وضعیت په ارزولو او د احتمالي ستونزو په پېژندلو، د خوندي زېږون زمینه برابروي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د میندو لپاره د روغتیايي خدماتو پراختیا، ښځو ته دا لار برابروي چې استوګنځي ته نږدې مسلکي روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی ولري.






