د سپین بولدک پر دروازې هره ورځ شاوخوا له ۱۲ زرو تر ۱۵ زرو کسان دواړو خواوو ته تګ را تګ کوي. دغه لار ډېری وخت د افغان او پاکستاني لورو له خوا تړل کېږي، چې زیان یې دواړو خواوو ته مېشت وګړي او سوداګر ګالي.
پر دې لار پاکستان ته تلونکي کسان وايي، غواړي په قانوني اسنادو پاکستان ته لاړ شي، خو بیا هم پاکستاني ځواکونه په ورځو ورځو ورته د تګ اجازه نه ورکوي.
سپين بولدک کې طالب چارواکي بيا وایي، ټولې ستونزي هغو کسانو جوړې کړي، چې د جعلي اسنادو په مټ غواړي پاکستان ته سفر وکړي.
د سپین بولدک او چمن تر منځ پر دروازې د اوښتونکو کسانو شمېر زرګونو ته رسیږي، چي لا هم پر دې لنډه لار په ورځو ورځو نه توانېږي، بلې خواته واوړي.
سردارولي او عبدالفتاح چې د هېواد له یو بل ولایته کندهار ته راغلي، غواړي د سپین بولدک له لارې پاکستان ته لاړ شي. هغوي چې ویزې هم لري، د څو ورځو په تېرېدو لا هم توانېدلي نه دي، پاکستان ته واوړي.
سردارولي وايي: «د سهار له اتو بجو راهیسې دروازه کې ولاړ یم او دا دی اوس د غرمې یوولس بجې دي، خو لا هم توانېدلی نه یم، چې له دروازې واوړم. لس کاله کېږي، چې پر دې لارې تګ را تګ کوم، پخوا دومره ګڼه ګوڼه نه وه. ډېر خلک د هېواد له نورو ولایتونو راغلي او غواړي له دې لارې پاکستان ته لاړ شي، چې زیات شمېر یې ناروغان هم دي.»
ورته مهال بیا عبدالفتاح هم د سپین بولدک او چمن ترمنځ د فرضي کرښې په دروازه کې له شته ستونزو سر ټکوي. نوموړی وايي، زیات شمېر ناروغان ولاړ دي او پر دغې لارې د شته ستونزو له کبله کړېږي.
هغه له افغانانو سره د پاکستاني ملیشو د ناوړه چلن یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: «پاکستاني ملیشې له افغانانو سره ډېر بد چلن کوي، پر دروازه یو ځل څو کسه پرېږدي او بېرته یې تړي.» نوموړي وړاندیز وکړ، چې طالب لوړپوړي چارواکي دې له افغانانو سره د پاکستاني ملیشو د ناوړه چلن ستونزه په بنسټيزه توګه حل کړي.
همداراز پر دغې لارې ګڼ نور کسان هم د ورځو ورځو په تېرېدو نه توانېږي، چې د خپلو ستونزو د هواري په موخه د سپین بولدک له لارې پاکستان ته واوړي. هغوي وايي، د تګ قانوني اسناد لري، خو بیا هم د پاکستاني ملیشو له لوري پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
سپین بولدک کې بیا د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، له پاکستاني اړخ سره یې د مسافرو د ستونزو د هواري په موخه دغه لار یوه میاشت د تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې د دواړو هېوادونو له هوکړې وروسته تېره اوونۍ بېرته پرانېستل شوه.
سپین بولدک کې د طالبانو د کمیسارۍ مسوول حکمتالله وايي، پر دې لارې هغو کسانو ستونزه جوړه کړې، چې غواړي د جعلي اسنادو په مټ پاکستان ته واوړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه لار نږدې یوه میاشت د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې له کبله یې سوداګرو او د تازه میوو کاروباریانو ته لوی مالي زیان واوښت.