• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ خلک د خوراکي توکو کمښت سره مخ دي

محمد زمان سهیل

محمد زمان سهیل محمد زمان سهیل
۲۱ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۱۲ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1626084046]
د کونړـ غازي اباد او ناړۍ عمومي لاره

د کونړـ غازي اباد او ناړۍ عمومي لاره

کونړ کې د اسعد اباد سره د غازي اباد او ناړۍ لاره له تېرو نېدې شلو ورځو راهیسې طالبانو تړلې، چې د سرک منځ ته يې د غره نه غتې ډبرې را غورځولې دي.
چارواکي وايي، طالبانو د ډبرو غورځولو سره سره، د لارې په اوږدو کې ماينونه هم ايښي دي، چې د ولسي خلکو تګ راتګ يې ستونزمن کړی دی.
د ناړۍ ولسوال حاجي ګل زمان له ۸صبح سره په مرکه کې وویل، چې د ناړۍ لاره د غازي اباد په سیمه کې لا هم تړې، چې له امله يې دې ولسوالۍ ته د خوراکي توکو لېږد هم نه دی شوی.
هغه وايي، ځیني خوراکي توکي حتی پېدا کېږي هم نه او ځیني بیا ډېر کم شوي، چې د خلکو اندېښنې يې را پورته کړي دي.
ولسوال وویل: «له بده مرغه لاره اوس هم بنده ده، خو زمونږ د ځواکونو هڅه روانه ده چې لاره خلاصه کړي، هو د خوراکي توکو کمښت شته، داسې هم دي چې ځیني خوراکي مواد بیخي اوس نشته او هغه چې شته هغه هم د خلاصېدو په حال کې دي، دې چارې په نرخونو اغېز کړی، پخوا که يو څه که په لس ؤ نو اوس شل او دېرش افغانۍ باندې دی.»
د ناړۍ ولسوالۍ ځوانان وايي، که ژر تر ژره لاره خلاصه نه شي، نو خلک به د خوراکي توکو له لوی ناورين سره مخ شي.

د کونړـ غازي اباد او ناړۍ لاره

احمد رشاد د ناړۍ یو تن اوسېدونکی دی، هغه ۸صبح ته وويل، چې لاره تړلې او خوراکي توکې هېڅ ولسوالۍ ته نه دي لېږدول شوي.
رشاد وايي، له خلکو سره حکومت تر اوسه د هوا له لارې هم د خوراکي توکو مرسته نه ده کړې.
هغه وویل: «خلک ټول مرستې ته اړتیا لري، لاره که خلاصه نه شي دا به ډېره سخته شي، ځکه له دې لارې د نورستان کامدېش او برګمټال ته هم خوراکي توکي ځي، هغه خلک به هم له لوی جنجال سره مخ شي.»
کونړ کې د دې لارې تړل کېدو له امله ګڼ شمېر خلک په لارو کې بند پاتې دي او خېمې يې وهلي دي، تر څو لاره خلاصه او خپلو کورنو ته لاړ شي.
دغه بند پاتې خلک وايي، تر اوسه ورسره هېڅ حکومتي مرسته نه ده شوې او خپله يې خېمې وهلې دي.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي جاوید ساپي ۸صبح سره خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه، چې د لارو بندېدو خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.
جاوید ساپی وايي، د لارې تړل کېدو له مله نه یوازې د کونړ د غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو خلک د خوراکي توکو کمښت سره مخ کړي، بلکې د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسونه يې هم له بهران سره مخ کړي.
ساپي ۸صبح ته وویل:«زمونږ غوښتنه هم له دولت نه او هم له هغه چا نه چې دا لاره يې تړلې دا ده چې باید ژر تر ژره يې بېرته خلاصه کړي ځکه ټول زیان يې ولسونو ته دی، هلته وړه قیمته شوي، هېڅ خوراکي توکي نه پېدا کېږي، دا ظلم دی او زیاتی دی، حکومت دې هم نرمښت وښيي او مخالفان دې هم په ولس باندې لوبې نه کوي.»
په ورته وخت کې د کونړ والي اقبال سعید وايي، د لارې خلاصون په موخه عملیات روان دي او هڅه کوي ژر تر ژره يې د ولسونو پر مخ پرانیزي.
اقبال سعید ۸صبح ته په استولي غږیز پیغام کې د ولسونو ستونزې تائید کړي او په وینا يې چې دی يې په لټه کې دی.
د کونړ ـ ناړۍ لارې خلاصون په موخه له ډېرو ورځو راهیسې امنيتي ځواکونه په عملیاتو بوخت دي، خو لا تر اوسه نه دي توانېدلي، چې لاره خلاصه کړي.
د کونړ امنیه قوماندان جنرال محمد یوسف مظلوم یار خپله د لارې خلاصون په موخه سیمې ته تللی او عملیات رهبري کوي، تر څو لاره خلاصه کړي.
قوماندان په خپله فېسبوک پاڼه طالبان مخاطب کړي او لیکلي يې دي:«د پاکستان مزدوران که هر څو هڅه وکړي ولس ته ستونزې را ولاړې کړي، خو د ولسونو ساتندویان سرښندونکي ځواکونه به يې پر وړاندې لکه ډال ودرېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ناړۍ لاره له ډېرې مودې راهیسې تړل شوي او خلک يې دواړو غاړو ته بند پاتي دي، ځکه د تګ راتګ بله بدیله لاره نه لري.
د کونړـ ناړۍ لاره د اسمار او غازي اباد ولسوالیو په خوا تېرېږي، چې یوې خوا ته يې غر او بل لورې ته يې کونړ سیند دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: افغانې کورنۍ نه پوهېږي ځان ته خواړه چمتو کړي که خپل کورونه تاوده کړي
بهرني خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام: په نړۍ کې ۲۶۶ میلیونه کسان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791050378]
په غزني کې د خلکو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو
ټولنه

په غزني کې د خلکو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791046548]
ملګري ملتونه: د مرستو رسولو بودیجې کمښت د میلیونونو افغانانو ژوند ګواښي
خبرونه

په هرات کې بېوزله کورنۍ؛ نور د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لرو

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791046231]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.