۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ویلي چې پولیو ویروس ښايي هر چا ته او په هر عمر کې ولېږدول شي او له خلکو یې غوښتي د دغه ویروس لېږدونکي ونه اوسي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د وږي پر ۱۸مه په اېکس کې لیکلي چې د سفر پر مهال، ټول که په هر عمر کې وي، د پولیو واکسین ترلاسه کړي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ ټينګار کړی چې د سفر پر مهال د خلکو په واکسینولو د دغه ویروس له لېږدولو مخنیوی کوي.
دغه بنسټ له دې مخکې هم ویلي و چې پولیو واکسین له دغې ناروغۍ د ماشومانو د خوندیتوب خوندي او اغېزمنه لار ده او له کورنیو یې د ماشومانو د واکسینولو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په ننګرهار کې ځايي مسوولانو خبر ورکړی و چې په دغه ولایت کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.





