د غور د تولک ولسوالۍ د چهارراه سیمې یو شمېر اوسېدونکي د ګچو کان د کېندنې په بهیر کې د سیمې د بېکاره ځوانانو له نه ګومارلو شکایت کوي. دوی وايي، هغه شرکت چې طالبانو د دغه کان د استخراج قرارداد ورکړی، د سیمې د ځوانانو پر ځای یې د هرات یو شمېر کارګر ګومارلي دي. د دغو اوسېدونکو په وینا، قراردادي شرکت د کان کېندنې د چارو له پیل مخکې ژمنه کړې وه چې د سیمې ځوانانو ته به د کار زمینه برابروي، په عامالمنفعه پروژو کې به پانګونه کوي او د خلکو یو شمېر اړتیاوې به پوره کوي. خو د دوی په خبره، د شرکت د فعالیت له پیل څخه دوه کاله تېر شوي، خو تر اوسه یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. د سیمې اوسېدونکي د کان کېندنې په بهیر کې د بېکاره ځوانانو د ګومارلو او د قراردادي شرکت لهخوا د شویو ژمنو د پلې کېدو غوښتنه کوي. دوی همداراز غواړي چې د سیمې خلکو ته دې دغه شرکت د خپلو ژمنو د نه عملي کېدو ځواب ووايي.
د غور اوسېدونکی احمد (مستعار نوم) په دغه ولایت کې د ګچو په کان کې د سیمې د ځوانانو له نه ګومارلو شکایت کوي. نوموړی وايي، قراردادي شرکت د کان کېندنې له پیل مخکې ژمنه کړې وه چې د سیمې ځوانان به پر دندو ګوماري، جومات به جوړوي او د سیمې د ابادۍ په برخه کې به مرسته کوي. خو د هغه په خبره، دوه کاله تېر شوي او شرکت نه یوازې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، بلکې د کان د استخراج لپاره یې له هراته کارګر راوستي دي.
نوموړی وايي: «د کان کېندنې له پیل مخکې شرکت د سیمې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې بېکاره ځوانان به پر دندو ګوماري، جومات به جوړوي او د سیمې د ابادۍ په برخه کې به مرسته کوي؛ خو له دوو کلونو تېرېدو سره سره یې هېڅ یوه ژمنه نه ده عملي کړې. سره له دې چې د سیمې ځوانان بېکاره دي، کارګر یې له هرات څخه د کان د استخراج لپاره راوستلي دي. د دغه کان خام ګچ له چهارراه سیمې څخه هرات ته لېږدول کېږي او هلته پروسس کېږي؛ خو د سیمې خلک د دغه کان له ګټو څخه بې برخې دي. ان بار وړونکې موټر یې د شپې له خوا ګچ باروي او لېږدوي. زموږ غوښتنه دا ده چې د ګومارنې پر مهال د سیمې ځوانانو ته لومړیتوب ورکړل شي، د کان له عایداتو څخه د خلکو ونډه ځانګړې شي او شرکت له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي.»
د غور یو بل اوسېدونکی حضرت (مستعار نوم) وايي چې د ګچو د کان قراردادي شرکت په تېرو وختونو کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د کان په بېلابېلو برخو کې پر دندو ګومارلي و؛ خو اوس یې دغه کارکوونکي له دندو لرې کړي دي.
هغه زیاتوي، سره له دې چې د سیمې طبیعي زېرمې را سپړل کېږی خو ځايي خلک نه د کار له فرصتونو او نه هم د پراختیا له بهیره برخمن دي، بلکې یوازې د چاپېریال له ویجاړېدو او د دوړو او ګرد له زیاتېدو سره مخ دي. د حضرت په خبره، اوس مهال طالبان او قراردادي شرکت د دغه کان له ګټې څخه برخمن دي، خو د سیمې د اوسېدونکو ونډه په کې لا هم څرګنده نه ده.
دا ځوان وايي: «افغان ټرین شرکت په خپل قرارداد کې د درې زره ټنه ګچو د استخراج ژمنه کړې وه؛ خو اوس له سیمې څخه تر ۱۰۰ زرو ټنو ډېر خام ګچ استخراج او هرات ته یې لېږدوي او هلته یې پروسس کوي. دغه شرکت ژمنه کړې وه چې د سیمې خلکو ته به ښوونځی، جومات، سړک او پلچک جوړوي؛ خو تر اوسه یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. اوس د سیمې له خلکو نه کارګر او نه هم مسلکي کارکوونکي ګوماري، بلکې کاري ځواک له هرات څخه راولي؛ په داسې حال کې چې د سیمې ځوانان کار ته اړتیا لري.»
د غور یو بل اوسېدونکی جانداد (مستعار نوم) وايي چې د سیمې خلک د خپلو طبیعي زېرمو له استخراج سره سره، د ګچو د کان له عایداتو او کاري فرصتونو کې هېڅ ونډه نه لري. هغه طالبان د سیمې د خلکو غوښتنو ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي چې د دغه کان د استخراج په بهیر کې د سیمې د خلکو ګټې په پام کې نه دي نیول شوې.
د غورولایت دا اوسېدونکی وايي: «پخوا به په همدې سیمه کې استخراج شوی ګچ پروسس کېده او یو شمېر مسلکي کارکوونکي، اشپزان او د شپې ساتونکي به د سیمې له خلکو څخه و؛ خو افغان ټرین شرکت د خپلو فعالیتونو له پیل وروسته دغه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او اوس ګچ د باروړونکو موټرو په وسیله، ان د شپې تر ناوخته هرات ته لېږدوي، څو هلته پروسس شي. د سیمې خلک له دغه کان څخه د ونډې غوښتونکي دي؛ ځکه دغه طبیعي زېرمې د همدې سیمې دي. په داسې حال کې چې خلک له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، سیمه لا هم له اړېنې پراختیا بېبرخې ده.»
ورته مهال د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې قراردادي شرکتونه دې د طبیعي زېرمو د استخراج ترڅنګ، د سیمې ځوانانو او کارګرو ته د کار کولو لپاره لاره برابره کړي او په عامالمنفعه پروژو کې هم ونډه واخلي. هغوۍ ټینګار کوي چې د سیمې د اوسېدونکو ګومارل او د کانکېندنې په سیمه کې د پروسس کارخونو جوړول کولای شي د خلکو د عوایدو له زیاتوالي او د سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي چې د کانونو د استخراج په قراردادونو کې دې د سیمې د اوسېدونکو ګومارنه او په عامالمنفعه پروژو کې پانګونه په پام کې ونیول شي. د هغه په خبره، له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د خامو موادو لېږدول، د کارموندنې فرصتونه او د اقتصادي ګټو یوه برخه له هغې سیمې لرې کوي چېری چې کان په کې موقعیت لري. نوموړی ټینګار کوي چې قراردادي شرکتونه دې د ځايي کاري ځواک د ګومارلو ترڅنګ، د سړکونو، روغتیايي کلینیک او ښوونځي د جوړولو په برخو کې هم پانګونه وکړي، څو د سیمې اوسېدونکي په دې پروژه کې د خپلې ونډې احساس وکړي.
ښاغلی رشتیا وايي: «د کانونو د استخراج په قراردادونو کې مهم ټکي، لکه د سیمې د اوسېدونکو ګومارل او په عامالمنفعه پروژو کې د شرکتونو ونډه اخیستل شامل شي. هغه شرکتونه چې د یوې سیمې طبیعي زېرمې استخراجوي، مکلف دي چې د سړکونو، روغتیايي کلینیک او ښوونځي د جوړولو په برخو کې هم پانګونه وکړي؛ ځکه دا کار له یوې خوا د سیمې له پراختیا سره مرسته کوي او هم د دې لامل کېږی چې خلک په دغو پروژو کې ځانونه شریک وګڼي.»
دا کارپوه زیاتوي: «له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د خامو موادو لېږدول خپله کومه غیرعادي چاره نه ده او کله ناکله د پروسس د اسانتیاوو د نشتوالي له امله دا کار ترسره کېږي؛ خو دغه بهیر کولای شي د کارموندنې فرصتونه او اقتصادي ګټې له هغې سیمې څخه لرې کړي چې کان په کې موقعیت لري. غوره ده چې د استخراج له پړاو څخه نیولې تر پروسس پورې ټولې چارې په هماغه ولایت کې ترسره شي؛ که دا اسانتیاوې نه وي، شرکتونه دې د ځايي کارکوونکو په ګومارلو او په عامالمنفعه پروژو کې د پانګونې له لارې د سیمې د خلکو ونډه خوندي کړي.»
د اقتصادي چارو یو بل کارپوه قطبالدین یعقوبي وايي چې د کانونو فعالیتونه یوازې د استخراج او د خامو موادو د لېږد په برخو کې محدودول، بې له دې چې په سیمه کې د پروسس بنسټیزې اسانتیاوې رامنځته شي، د کانلرونکو ولایتونو د اړوندو صنایعو د رامنځته کېدو مخه نیسي. د هغه په باور، په غور کې د پروسس کارخونو جوړول کولای شي د کان کېندنې د اړوندو صنایعو په برخه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي او دا ولایت د خپلو طبیعي زېرمو د پروسس له پلوه پر نورو ولایتونو تکیه ونه لري.
دا کارپوه وايي: «کله چې خام ګچ له غور څخه هرات ته لېږدول کېږي، د هغه د زیات شوې ارزښت ډېره برخه، په ځانګړې توګه د پروسس او کارموندنې په برخو کې رامنځته کېدونکي فرصتونه، په همدې ولایت کې نه پاتې کېږي. د دغو موادو په لېږد سره د پروسس اړوندو صنایعو د رامنځته کېدو او کارموندنې فرصتونه هماغه ولایت ته لېږدول کېږي او له خپلو طبیعي زېرمو څخه د غور اقتصادي ونډه محدوده پاتې کېږي. غور د هغو ولایتونو له ډلې دی چې د پراختیا او سیمهییزو عوایدو کچه په کې ټیټه ده؛ له همدې امله، غوره ده چې په همدې ولایت کې د کان کېندنې د موادو د پروسس زمینه برابره شي، څو ځايي خلک هم د دغو موادو له زیات شوي ارزښت او کاري فرصتونو ګټمن شی.»
دا شکایتونه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تېره میاشت پر خپلې اېکسپاڼه د غور ولایت د ګچو کان د فعالیتونو د بهیر په اړه د دغه وزارت د یوه پلاوي د لیدنې خبر ورکړی و. خو د سیمې اوسېدونکي لا هم هرات ته د خامو ګچو د لېږد، د ځايي کارګرو د نه ګومارلو او د قراردادي شرکت لهخوا د ژمنو د نه پلې کېدو په اړه شکایتونه لري. دوی د کان کېندنې د بهیر د څارنې او له دغو طبیعي زېرمو څخه د سیمې د خلکو د ونډې د روښانه کېدو غوښتنه کوي.





