۸صبح، کابل: «له پولیو د پاک افغانستان»بنسټ اعلان کړی چې د پولیو (د ماشومانو د ګوزڼ) ویروس د لېږد د مخنیوي لپاره باید د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د تګ راتګ پر مهال ټول کسان واکسین شي.
دغه بنسټ دوشنبه د چنګاښ پر ۸مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پولیو ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عمر له په پام کې نیولو پرته د ټولو کسانو واکسینول اړین دي.
ویل کېږي چې د دغه ګام موخه د هغو درېیو هېوادونو ترمنځ د پولیو ویروس د لېږد د ځنځیر پرې کول دي چې لا هم د پولیو ناروغۍ د خپرېدو له خطر سره مخ دي.
«له پولیو د پاک افغانستان» بنسټ له خلکو غوښتي چې د دغو هېوادونو ترمنځ د سفر پر مهال د پولیو واکسین ترلاسه کړي، څو د دغه ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پولیو واکسین د پلي کولو کمپاینونه لا هم دوام لري او روغتیايي بنسټونه په ځانګړې توګه په سرحدي سیمو کې د واکسین د پوښښ پر زیاتوالي ټینګار کوي.





