۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی چې د پولیو واکسین د تطبیق تازه کمپاین نن په کونړ ولایت او د نورستان ولایت په پنځو ولسوالیو کې پیلېږي.
دغه بنسټ جمعه د چنګاښ پر ۱۹مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې کمپاین کې به په شرایطو برابرو ماشومانو ته د ستنې او څاڅکو په بڼه د پولیو واکسین ورکړل شي.
د دغه بنسټ په وینا په هممهالي توګه د دغو دوو ډولو واکسینونو د پلي کولو موخه د ماشومانو د معافیتي سیستم پیاوړتیا او په نښه شویو سیمو کې د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.
افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په سیمهییزه توګه شته او د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د واکسیناسیون کمپاینونه په منظم ډول ترسره کېږي





