۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره د پولیو د دواړو ډولونو واکسینونو پر تطبیق ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ شنبه د چنګاښ پر ۲۰مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پولیو واکسین تطبیق د ماشومانو د ساتنې لپاره یو اغېزناک او مهم ګام دی.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ ویلي، چې په کونړ او نورستان کې د پولیو واکسین د پلي کولو په دغه پړاو کې ماشومانو ته د ستنې (تزریقي – fIPV) او څاڅکو (OPV) دواړه ډوله واکسینونه ورکول کېږي.
د دغه بنسټ په وینا، د ماشومانو لپاره د پولیو واکسین د تطبیق دا کمپاین نن په کونړ ولایت او د نورستان ولایت په پنځو ولسوالیو کې پیلېږي.
له دې سره سره، افغانستان د پاکستان تر څنګ په نړۍ کې یو له هغو دوو هېوادونو دی، چې تر اوسه پکې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په بشپړ ډول له منځه نه ده وړل شوې.





