۸صبح، کابل: له پولیو څخه د پاک فغانستان بنسټ اعلان کړی چې د پولیو واکسین کمپاین به له بامیان، دایکندي او غور ولایتونو پرته نن په ټول هیواد کې پیل شي.
دغه بنسټ دوشنبه د وري پر ۲۴مه ویلي چې په بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې دغه کمپاین د سړې هوا له امله ځنډول شوی دی.
د دغه بنسټ په وینا، په یادو شویو ولایتونو کې به د دغه واکسین د تطبیق کمپاین راتلونکې اوونۍ پیل شي.
بلخوا، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دغه کمپاین به درې ورځې دوام وکړي او له پنځو کلونو کم عمره ۱۲.۶ میلیونه ماشومان به واکسین شي.
ګوزڼ یا پولیو لا تر اوسه په افغانستان او پاکستان کې له منځه نه دی وړل شوی.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، تېر کال په بادغیس او هلمند ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پیښې ثبت شوې وې.





