۸صبح، کابل: د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، د ۱۵ افغانانو په ګډون يې ۵۴ هغه کډوال یې نیولي چې غوښتل یې له لیتوانیا څخه په ناقانونه توګه پولنډ ته دننه شي.
د پولنډ سرحدي ځواکونو جمعه د چنګاښ پر ۱۲مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو کډوالو قانوني اسناد نه لرل او د یوه بار وړونکي موټر په کانټینر کې ځای پر ځای شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو کډوالو کې ۳۰ پاکستاني او ۹ بنګله دېشي وګړي هم شامل دي.
د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي چې دغه بېاسناده کډوال به بېرته لیتوانیا ته واستول شي.
ګڼ افغانان د پر اخې بې وزلۍ، د کار د نشتوالي او د ښه ژوند د موندلو په هیله، اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره له خطرناکو ناقانونه لارو کار اخلي.





