• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ټيټ کیفیت او لوړ لګښتونه؛ په کابل کې محصلان له شخصي لیلیو شکایت کوي

ایلیا ایلیا
۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790250130]
Social Media

Social Media

د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر هغه ځوانان چې د زده‌کړو د دوام لپاره کابل ته راغلي، د خصوصي لیلیو له لوړ لګښت او د دغو مرکزونو د خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي. دوی وایي چې په ځینو لیلیو کې وړاندې کېدونکي خدمتونه او اسانتیاوې له هغو پیسو سره چې له محصلانو اخیستل کېږي، هېڅ سمون نه لري. د دغو محصلانو په وینا، د روغتیايي اصولو نه مراعاتېدل، د اوبو او برېښنا نشتوالی، د خوړو ټیټ کیفیت، په خونو کې ګڼه‌ګوڼه او د حمامونو او تشنابونو کمښت د ځینو خصوصي لیلیو له لویو ستونزو دي. دوی زیاتوي چې د ګرمو اوبو نشتوالي او د برېښنا پرله‌پسې پرې کېدو هم د دوی ورځنی ژوند او د زده‌کړو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

دغه محصلان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د خصوصي لیلیو یوه بله ستونزه د زده‌کړې لپاره د مناسب چاپېریال نشتوالی یادوي. دوی وایي، په خونو کې ګڼه‌ګوڼه او د ارام چاپېریال نشتوالی د دوی د تمرکز کچه راکموي او پر زده‌کړو یې منفي اغېز کوي. دوی د خصوصي لیلیو پر فعالیتونو د لا جدي څارنې او د لګښتونو، روغتیا، امنیت او خدمتونو د کیفیت لپاره د مشخصو معیارونو د ټاکلو غوښتنه کوي.

یو محصل سید علي چې د زده‌کړو د دوام لپاره له پنجشېره کابل ته راغلی، وایي چې هره میاشت د یوې خصوصي لیلیې لپاره شاوخوا اووه زره افغانۍ ورکوي؛ خو وړاندې کېدونکي امکانات او خدمتونه داسې نه دي چې پر ورکول کېدونکي پیسو وارزي. هغه زیاتوي چې په خونو کې ګڼه‌ګوڼه، د اوبو او برېښنا کمښت او د خوړو ټیټ کیفیت د دې لیلیې له لویو ستونزو دي. د سید علي په وینا، د حمامونو او تشنابونو کمښت او د زده‌کړې لپاره د مناسب ځای نشتوالی د محصلانو ژوند او د زده‌کړو بهیر ستونزمن کړی دی. هغه د خصوصي حریم نه مراعاتېدل هم له نورو ستونزو بولي.

دغه محصل وایي: «موږ د یوې میاشتې لپاره شاوخوا اووه زره افغانۍ د لیلیې کرایه ورکوو، حال دا چې خونې وړې دي او په یوه خونه کې ډېر محصلان ژوند کوي. د دغو لګښتونو ورکول راته ډېر ستونزمن دي. د ګڼې‌ګوڼې له امله په خونه کې په سمه توګه زده‌کړه نه شو کولای. د خوړو کیفیت هم ډېر ټیټ دی او کله چې تازه لیلیې ته راغلي وو، د خوړو او چاپېریال د خراب وضعیت له امله ډېر ناروغه کېدو. د اوبو او برېښنا کمښت، د ارامۍ نشتوالی او د خصوصي حریم نه مراعتېدل هم زموږ له لویو ستونزو دي.»

یو بل محصل سروش چې د زده‌کړو د دوام لپاره له غوره کابل ته راغلی، وایي چې د خصوصي لیلیو د لګښتونو زیاتوالی، د ژوند له نورو لګښتونو سره یوځای، پر محصلانو اقتصادي فشار ډېر کړی دی. هغه زیاتوي چې د محصلانو لپاره د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله د دغو لګښتونو ډېره برخه د کورنیو پر غاړه پاتې کېږي او د ځینو محصلانو لپاره د زده‌کړو دوام پر جدي ستونزه بدل شوی دی.

سروش وایي: «په داسې شرایطو کې چې کار نه پیدا کېږي، د دغو لګښتونو ورکول راته ډېر ستونزمن دي. کله چې د لیلیې کرایه، د تګ راتګ لګښت، انټرنېټ او خواړه حساب کړو، زموږ میاشتني لګښتونه ډېر لوړېږي او د دې وضعیت دوام د زده‌کړو د دوام لپاره د ډېرو محصلانو انګېزه او هیله راکمه کړې ده.»

بل محصل نسیم چې د زده‌کړو د دوام لپاره له کندوزه کابل ته راغلی، وایي چې په هغې خصوصي لیلیه کې چې دی پکې اوسېږي، د خوړو او څښاک اوبو کیفیت ټیټ دی. هغه زیاتوي چې د محصلانو لپاره کارېدونکې اوبه نه تصفیه کېږي او د پاکوالي وضعیت هم مناسب نه دی. د نسیم په وینا، د پاکوالي لپاره د ځانګړي کارکوونکي نشتوالي او د حمام او تشنابونو ګډ کارولو د محصلانو روغتیايي ستونزې زیاتې کړې دي.

نسیم وایي: «موږ هره میاشت پنځه زره افغانۍ لیلیې ته ورکوو، خو د خوړو کیفیت ډېر ټیټ دی او د څښاک اوبه هم ښه کیفیت نه لري او نه فلټر کېږي. د لیلیې پاکوالی او صفایي هم ډېره کمزورې ده او د پاکولو لپاره ځانګړی کارکوونکی نشته. حمام او تشناب هم ګډ دي او د کافي پاکوالي د نشتوالي له امله یې وضعیت ډېر خراب دی.»

په همدې حال کې، په کابل کې د یو شمېر خصوصي لیلیو مسوولان د لیلیو د لګښتونو د زیاتوالي او د خدمتونو د ټیټ کیفیت ادعا ردوي. دوی وایي چې په وروستیو کلونو کې د لیلیو لګښتونه نه دي زیات شوي او د ودانیو، خوراکي توکو او اوبو د لګښتونو زیاتوالي پر دوی لا ډېر مالي فشار راوستی دی.

په کابل کې د یوې خصوصي لیلیې مسوول احمد (مستعار نوم) وایي چې د دوی تر مدیریت لاندې لیلیې میاشتنی فیس په تېرو څلورو کلونو کې نه دی زیات شوی، بلکې له درې زره او ۵۰۰ افغانیو څخه درې زره او ۳۵۰ افغانیو ته راکم شوی دی. هغه زیاتوي چې په همدې موده کې د ودانۍ کرایه شاوخوا ۱۲۰ سلنه لوړه شوې او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

احمد وایي: «زموږ د لیلیې فیس په تېرو څلورو کلونو کې نه یوازې زیات شوی نه دی، بلکې له درې زره او ۵۰۰ افغانیو څخه درې زره او ۳۵۰ افغانیو ته راکم شوی دی. په همدې موده کې د ودانۍ کرایه شاوخوا ۱۲۰ سلنه لوړه شوې او د خوراکي توکو بیې هم څو برابره زیاتې شوې دي؛ داسې چې د ۲۴،۵ کیلوګرامه وریجو یوه بوجۍ چې مخکې په یو زره او ۷۰۰ افغانیو وه، اوس شاوخوا څلور زره افغانۍ بیه لري. له دې سره سره، موږ هڅه کوو چې د خوړو او لیلیې د خدمتونو کیفیت وساتو او دا ادعا چې یو محصل په میاشت کې ۱۵ زره افغانۍ ورکوي، منطقي نه بولو.»

هغه همداراز وایي چې د دوی تر مدیریت لاندې لیلیو کې خونې، حمام او تشنابونه په ګډه کارول کېږي او دا ډول وضعیت په ډېرو لیلیو کې معمول دی. د هغه په وینا، د اوبو د برابرولو د ستونزو له امله ځینې لیلیې اړې شوې دي چې د خپلې اړتیا وړ اوبه د ټانکرونو له لارې برابرې کړي.

په کابل کې د بېلابېلو ولایتونو د ګڼو محصلانو له حضور سره هممهاله، خصوصي لیلیې هم د ښار په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. یو شمېر دغه لیلیې ه ځانګړې توګه فېسبوک، کې محصلانو ته د وای‌فای، خوړو او مناسبو اسانتیاوو په ګډون بېلابېل خدمتونه اعلانوي.

خو یو شمېر محصلان وایي چې په ځینو لیلیو کې وړاندې کېدونکي خدمتونه له هغه څه سره توپیر لري چې په اعلانونو کې یې یادونه کېږي. د دوی په وینا، په کابل کې د خصوصي لیلیو د اوسېدو لګښت د ځای او اسانتیاوو له مخې توپیر لري او په ځینو مواردو کې په میاشت کې له شاوخوا  پنځو تر اوو زرو افغانیو پورې رسېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو
خبرونه

د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790248493]
کرزي پر افغانستان د پاکستان بریدونه «تېری» وباله
خبرونه

کرزي پر افغانستان د پاکستان بریدونه «تېری» وباله

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790245301]
نشه‌يي توکو ته اسانه لاسرسی؛ تنکي ځوانان څنګه د روږدتیا په لومه کې لوېږي؟
راپورونه

نشه‌يي توکو ته اسانه لاسرسی؛ تنکي ځوانان څنګه د روږدتیا په لومه کې لوېږي؟

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790240337]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.