د بشار الاسد د حکومت تر پرځېدو او د احمد الشرع یا هماغه (ابو محمد الجولاني) په مشرۍ د «هېئت تحریر الشام» له واکمنېدو وروسته، د کردانو د برخلیک په تړاو خبرو زور اخیستي دي. د سوریې د کردانو په تړاو ځکه زیاتې خبرې کېږي چې په ګاونډ کې یې ترکیه د داسې موکې په لټه کې ده چې د هغوی د ځپلو فرصت له لاسه ور نه کړي، په ځانګړې توګه اوس چې ځان په سوریه کې بریالۍ ګڼي او هڅه کوي د دغه هېواد نويو واکمنانو ته له خپلې خوښې سره سم تګلوری وټاکي. د انقرې واکمنان له الجولاني تمه لري چې د کردانو پر وضعیت په داسې ډول غور وکړي چې د ترکیې ګټې پکې خوندي وي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان چې تېر ماښام په دمشق کې له الجولاني سره وکتل، څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړه چې که د سوریې نوې اداره د کردي ډلو په تړاو د انقرې اندېښنې لېرې نه کړي، هېواد یې د خپل امنیت د تضمین لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دی. په همدې توګه د ترکیې او هغو ملیشو د بریدونو د زیاتېدو په تړاو د کردانو اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې شوې چې د ترکیې ملاتړ ورسره دی. تر دې دمه، د ترکیې تر ملاتړ لاندې «د سوریې ملي پوځ» د نورو اسلام پالو ملېشو په همغږۍ له کردانو د «تل رفعت، منبج، دیر الزور او الرقه» سیمې بېرته نیولې دي او اوس د کوباني ښار د نیولو خبرو زور اخیستی دی. کوباني هغه ښار دی چې د داعش پر وړاندې د مقاومت له امله یې نړیوال شهرت وموند.
تر دې دمه، د کردانو د برخلیک په تړاو څلور احتماله په پام کې نیول کېدای شي.
لومړی احتمال:
متحده ایالتونه په سوریه کې پاتې کیږي چې دا پاتې کېدل به د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو (قسد) او د هغوی پوځي څانګې، د خلکو د دفاع واحدونو (ی پ ګ) په ګټه وي. البته د امریکا موخه به د داعش ځپل وي، نه په لازمي ډول د کردي ډلو جدي ملاتړ، خو طبیعي پایله به دا وي چې د دغو ځواکونو پیاوړتیا وي، ځکه چې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د واشنګټن متحدين دي. په داسې حال کې چې د امریکا متحده ترکیه (ی پ ګ) د کردستان د کارګرانو ګوند« پي کی کی» یوه څانګه ګڼي او د دې ډلې د بشپړ منحل کېدو او بې وسلې کېدو غوښتنه کوي. په دې وروستیو کې، هم امریکایي چارواکي او هم کردي مشران د داعش د بیا سر راپورته کولو خبره کوي. کېدای شي د دواړو خواوو موخه دا وي چې ترکیه قانع کړي چې خپل پوځي بریدونه کم یا ودروي. د بېلګې په توګه د قسد پوځي قوماندان مظلوم عبدي ادعا کړې چې داعش تازه د بیا سر راپورته کولو په حال کې دی او د هغه په وینا، دلیل یې دا دی چې د هغه تر امر لاندې ځینې ځواکونه د ترکیې او د هغې د متحدو ملېشو د بریدونو پر وړاندې پر ځان ساتنې بوخت دي. امریکا هم له عراقه یو شمېر ځواکونه د داعش د ځپلو په موخه سوریې ته لېږلي دي، په داسې حال کې چې دا مهال یې ۹۰۰ سرتېري په سوریه کې حضور لري. کله چې د داعش د بیا فعالېدو خطر څرګند وي او متحده ایالتونه په سوریه کې خپل حضور ته اهمیت ورکړي، نو دا څرګنده ده چې وضعیت به د کردانو په ګټه وي. ځکه په داسې حالت کې به ترکیه د هغوی د ځپلو لپاره په ازاده توګه اقدام ونه کړي.
دویم احتمال:
کېدای شي امریکا د کردانو د برخلیک په تړاو بې تفاوته پاتې شي، خو په سوریه کې خپل حضور لاهم وساتي. په دې حالت کې به د امریکا موخه بل څه وي چې د داعش د کابلو کولو مسأله پکې نه شي شاملېدای. د دغه احتمال پر بنسټ، سپینه ماڼۍ ښايي د کردانو پر ځای د «هېئت تحریر الشام» ملاتړ غوره وګڼي. که دا کار عملي او دوامداره شي، نو د امریکا له نظره به د کردانو اهمیت کم شي. د دې اړیکې طبیعي پایله به دا وي د کردانو د برخلیک په تړاو به د واشنګټن او انقرې ترمنځ د نظر یووالی رامنځته شي. په دې حالت کې به د کردي ډلو لرلید ډېر تیاره وي. له هېئت تحریر الشام سره له اتحاده د امریکا موخه دا ده چې سوریه د خلیج د همکارۍ شورا د غړو او ځینو نورو عربي هېوادونو په څېر د واشنګټن په یوې مهمې متحدې بدله کړي. دغه راز دا ډاډ ترلاسه کړي چې د سوریې راتلونکی حکومت به د اسراییلو لپاره کوم ګواښ نه وي. دا دواړه موخې له کردانو سره د ملګرتیا له لارې نه شي ترلاسه کېدای او امریکایان پر دې ښه پوهېږي.
درېیم احتمال:
ښايي داسې طرحه عملي شي چې کردي پوځیان د سوریې په راتلونکي پوځ کې مدغم شي. د دمشق نوي واکمن په ځلونو ټینګار کړی چې وسلوالې ډلې باید بې وسلې شي او د سوریې په پوځ کې مدغمې شي، دا مسأله یې له هاکان فیدان سره په وروستۍ کتنه کې بیا تکرار کړه. په دې احتمال کې کردان ډېر نه زیانمنېږي؛ ځکه چې امریکا هم غواړي چې هغوی د نوي سوریې په سیاسي او پوځي جوړښت کې شامل وي. پر دې سربېره، نور لوېدیځ هېوادونه هم چې د داعش پر وړاندې د کردانو جګړه په ویاړ یادوي، له دې نظر سره موافق برېښي. لا معلومه نه ده چې انقره به له دې طرحې سره هوکړه وکړي که نه؛ ځکه که دا طرحه عملي شي، بیا هم ښايي د سوریې په شمال او ختیځ کې د کردانو لپاره د یوې نیمه خپلواکې ادارې د ساتلو امکان وي. په داسې حال کې چې ترکیه غواړي، د «ی پ ګ» د بشپړ منحل کېدو ترڅنګ، د کردي ځواکونو او د غیرسوریایي کردانو مشران له سوریې واېستل شي. ترکیه دغه راز غواړي چې د سوریې په شمال او ختیځ کې یوازې ملکي وګړي پاتې شي او د هېئت تحریر الشام حکومته تابع وي.
څلورم احتمال:
په دې احتمال کې، د تحریر الشام په شنه څراغ سره د کردانو پر وړاندې د ترکیې او د هغې د تر امرلاندې ډلو ځواکونه زور اخلي. دا واقعیت دی چې د ابو محمد الجولاني کردان دومره نه خوښېږی؛ ځکه چې د هغه په باور، کردانو د اسد د راپرځولو لپاره هڅه نه ده کړې. کله چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه، کردانو شعار ورکړ: «نه له اپوزیسیون سره، نه له اسد سره»، او خپل دغه دریځ ته وفادار پاتې شول. تر دې مهمه دا ده چې د کردي ډلو او تحریر الشام ترمنځ (کله چې دا ډله «جبهه النصره» بلل کېده) مخکې هم جګړې شوې وې.
په پورته احتمال کې، اسراییل او ایران د هغه څه له امله چې په سوریه کې پېښېږي، ناخوښ دي، او له ترکیې سره یې اړیکې مخ په خرابېدو دي. تل ابیب که د سوریې له نويو واکمنانو خطر احساس کړي، هغوی به وځپي او له کردانو به ملاتړ وکړي؛ په ځانګړې توګه که د غزې جګړه روانه وي او د ترکیې اړوند اړخونو له خوا د اسراییل ضد څرګندونې دوام ومومي، دا ملاتړ به لا پسې زیات شي. پر دې سربېره، اسراییل تازه له لوېدیځه د کردانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
تهران چې په سوریه کې ځان د لوبې بایلونکی ګڼي، که ونه کړای شي له سره په دغه هېواد کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي او د تحریر الشام او ترکیې له خوا ورته له پیغورونو او کنایو ډکې خبرې دوام ولري، د کردانو له ملاتړ او د انقرې لپاره د سرخوږي له جوړولو پرته به بله چاره ونه لري. البته، د تهران او تل ابیب له خوا د کردانو ملاتړ لزوماً د امریکا له ګټو سره په ټکر کې نه دی. د دې وضعیت پایله دا ده چې په سوریه کې د یوه پراخ ډيموکراټیک سیاسي جوړښت د رامنځته کېدو لپاره به فرصت محدود شي.
تر دې دمه، د کردانو د راتلونکې په تړاو یوازې د احتمالاتو خبره کېدای شي او د کردانو پر وضعیت پوهېدل هم د همدې احتمالاتو پر چورلیز را څرخي. د سوریې د انتقالي دورې له پای ته رسېدو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له ترسره کېدو وروسته به د دوی وضعیت ښه روښانه شي.





