د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د ایران د آزادولو په هکله د خپل امریکایي سیال د څرګندونو په وړاندې غبرګون ښودلی دی.
رییسي چې جمعه د نومبر په څلورمه نېټه یې د زده کوونکي د ورځې په مناسبت وینا کوله وویل چې ایران ۴۳ کاله مخکې آزاد شو.
هغه بایډن ته ویلي: «ایران ۴۳ کاله مخکې آزاد شو او هوډمن دی چې د تاسو (امریکا) په اسارت کې رانه شي او موږ به هېڅکله شیدې ورکونکې غوا نه شو.»
هغه د بایډن دا څرګندونې د هغه د ناسم ذهني وضعیت له امله بللې دي.
رییسي زیاته کړې چې هېواد یې د امریکا له ګواښونو او بندیزونو نه وېرېږي.
نوموړي همداراز امریکا په ایران کې د پرمختګ د چټک بهیر په مخنیوي او ددغه هېواد پر منزوي کولو تورن کړی دی.
جوبایډن پنجشنبې د نومبر په درېيمه په یوه ټاکنیز کمپاین کې د خپلو پلویانو په ټول کې ویلي چې ایران به ازاد کړي او ایراني اعتراض کوونکي به په خپله دا کار وکړي.