د ښځو د زده کړو او تحصیل مخنیوی؛ د قطر ځانګړي استازي د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره وکتل

۸صبح، کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو کابینې له څلورو غړو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې او شخړو په حل کې د منځګړیتوب په برخه کې د دې وزارت د استازي ډاکتر متلق بن ماجد القحطاني د لیدنې خبر ورکړی دی.
دغه وزارت یکشنبې د سلواغې په ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي، پراختیايي او د پوهنې برخه د دغو لیدنو چورلیز و.
القحطاني د طالبانو د بهرنیو چار وزارت له سرپرست امیرخان متقي، د استخباراتو له عمومي ریس عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني او د طالبانو د پوهنې وزارت له سرپرست حبیب الله آغا سره په جلا جلا ډول لیدي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې القحطاني له طالب مشرانو سره په کتنو کې د خپلو ټولو حقونو، په تېره بیا نجونو د زده کړو او تحصیل په برخو کې له افغانانو د ملاتړ په اړه دې هېواد پیغام رسولی دی.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو او تحصیل له مخنیوي او په دې اړه د نړیوالې ټولنې له جدي اندېښنې وروسته، قطر هڅې پيل کړې چې طالبان پر خپلې دې پرېکړې له سره غور کولو ته اړ کړي. قطر د طالبانو اصلي او له قید و شرط پرته ملاتړي بلل کېږي.