د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي اسلام پاکستان ته په سفر کې د مرغومي په ۲۳مه نېټه ددغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره وکتل.
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر د اعلان له مخې، دواړو لوریو په دغه کتنه کې د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
عمران خان وویل چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او دواړو هېوادونو د اولسونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته ژمن دی.
د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره پوځي حل لاره نشته او یوازې خبرې اترې د ستونزو د اواري لار ده.
هغه زیاته کړه چې افغانان له اوږدو جګړو او ناخوالو کړېدلي او د افغانستان له خلکو وروسته پاکستان تر ټولو زیات په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.
عمران خان ټینګار کړی چې پاکستان د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي او بین الافغاني مذاکرات باید په صبر او پراخو هڅو سره دوام وکړي چې په پایله کې یې تلپاتې سوله رامنځته شي.
د پاکستان لومړي وزیر له محمد کریم خلیلي سره په دغه کتنه کې همداراز د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار وکړ چې په پایله کې یې تلپاتې اوربند ټینګ شي.
محمد کریم خلیلي پاکستان ته په سفر کې د نوموړي هېواد پر لومړي وزیر سربېره د پوځ له لوی درستیز قمرجاوید باجوه، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پارلمان له رییس اسد قیصر او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل.
له دې مخکې هم د افغانستان یو شمېر نور سیاسي شخصیتونه او دولتي چارواکي د پاکستان حکومت په رسمي بلنه اسلام آباد ته تللي وو. د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني په تېرو څو میاشتو کې دغه هېواد ته سفرونه کړي دي.





