۸صبح، کابل: سرچینو په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د یوه خصوصي پوهنتون د استاد دینمحمد جاوید د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو يکشنبه د لړم پر ۲۴مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې چې دغه لیکوال او د پوهنتون استاد دوه ورځې مخکې د طالبانو له خوا د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې له خپل کوره نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو نوموړی نامعلوم ځای ته لېږدولی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.
د دینمحمد جاوید د نیول کېدو لامل او انګېزه تر اوسه نه دي روښانه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له مخې ګڼ شمېر استادان، مدني فعالان او لیکوالان نیولي او شکنجه کړي دي.





