۸صبح، بدخشان: طالبانو اعلان کړی چې د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په یوه سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله د سرو زرو د کان دوه کارګران مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس يکشنبه د لړم پر ۲۴مه، په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند احسانالله کامګار له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د ارغنجخواه ولسوالۍ د شیوې د اندرابونو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د قربانیانو او ټپیانو جسدونه او ټپیان پرون د یوې چورلکې په مټ د بدخشان ولایت مرکز فیضآباد ښار ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.






